د خوست امنیه قومندان سیداحمد بابازی د وژل کېدو په اړه د ولسمشر غني د تسليت او خواشينۍ پيغام 

روهي (جمعه/۱۹ د غوايي)، ولسمشر ماڼۍ د خوست ولايت امنيه قومندان مل پاسوال سیداحمد بابازي پر وژنې خواشينې ښوودلې او د نوموړی يې د هېواد يو صادق او زړور بچی بللی. 

له ارګه په خپور شوي پيغام کې ويل شوي دي، "په خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام د روژې په دې مبارکه میاشت کې د سرک غاړې ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سیداحمد بابازی له خپل سکرتر او ساتونکي سره شهید او دوه نور سرتېري ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغې پېښې د غندلو پرمهال وویل، جنرال بابازي د هیواد د صادق او زړور بچي په توګه د خپلو هیوادوالو د امنیت او خوندیتوب په موخه د قدر وړخدمتونه وکړل او په همدغه مقدسه لاره کې یې خپل ځان نذرانه کړ چې موږ او ټول هیوادوال یې د وطنپالنې او سرښندنو قدرداني کوو." 

ولسمشر غني  د تسليت او خواشيني په دې پيغام کې ويلي دي چې هېواد کې د کرونا ويروس او تحميلي جګړې د پای په پار يې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه خو طالبان همداسې افغان وژنې ته ادامه ورکوي. 

د يادونې ده چې د خوست ولايت د امنيه قومندان مل پاسوال سیداحمد بابازي، د هغې سکرتر او يو شمېر ساتونکو د وژل کېدو مسووليت طالبانو په غاړه اخېستی.