د ملي يووالي د حکومت پرمهال په نړيوالو سازمانونو  او بنسټونو کې د افغانستان د غړيتوب ارزونه

(لومړۍ برخه)
نړيوال سازمانونه او بنسټونه د نړيوالې ټولنې يوه اړينه برخه ده، چې د نړيوال نظم د رامنځته کېدو او د بشري ټولنو د لاښوونې يو مهمه وسيله ده. نړيوال سازمانونه هڅه کوي چې د هيوادونو ترمنځ په بيلا بېلو برخو کې د ګډ کار لارې چارې برابري کړي او دغه ډول ګډ کار د هر هيواد د پرمختګ لپاره يو ستر لامل ګڼل کېږي.
 
نړيوال سازمانونه او بنسټونه د ملي يووالي د حکومت د بهرني سياست په پنځمه دايره کې قرار درلود او هڅه يې کوله چې د ځينو نړيوالو سازمانونو او بنسټونه غړيتوب ترلاسه کړي او له هغه سازمانونو او بنسټونو سره چې له پخوا يې افغانستان غړيتوب لري، ښې اړيکې رامنځته کړي.
 
د ملي يووالي د حکومت پرمهال افغانستان د نږدې دوولسو (۱۲) نړيوالو سازمانونو او بنسټونو غړيتوب ترلاسه کړی دی، چې د دغه سازمانونو او بنسټونو غړيتوب د افغانستان د اقتصادي، تکنالوژيکي، سياسي او سپورتي برخو د پراختيا لپاره ډير اړين ګڼل کېږي. د بېلګې په ډول: د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې غړيتوب به د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې حل کړي او ددغه ستونزو د حل په پايله کې به اقتصادي پرمختګ او پانګه اچونه زياته شي. همدارنګه د لويو بندونو د نړيوال کمېسيون غړيتوب به په افغانستان کې د لويو بندونو د جوړولو لپاره يو روښانه ميکانيزم رامنځته کړي او  د دې کمېسيون په مرسته به افغان حکومت وتوانيږي چې په هيواد کې لوی بندونه جوړ کړي او په دې لاره کې شته ستونزې حل کړي. همدارنګه د کرکټ نړيوالۍ شوری او اسکاي لوبو په فدراسيون کې غړيتوب به ددغو لوبو د پرمختګ لپاره ور پرانيزي. په RCC  سازمان کې غړيتوب به هيواد د تکنالوژې له پلوه غني کړي. دا يواځې يو څو بيلګې دي چې په دغه ليکنه (دغه ليکنه دوه برخه لري چې دوهمه برخه به يې بيا خپره شي) کې موږ په هر سازمان او بنسټ کې د افغانستان غړيتوب په يو جلا بحث کې تر څېړنې لاندې نيسو، خو دلته يواځې دومره ويلی شوی چې د ملي يووالي حکومت په ټوله دوره کې په دوولسو نړيوالو سازمانونو او بنسټونو کې د افغانستان غړيتوب، د دغه حکومت د لويو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي او زموږ هيله داده چې اوسنی حکومت  دې برخې ته نور هم پام وکړي او د نورو بيلا بېلو سازمانونو او نړيوالو ادارو غړيتوب ترلاسه کړي.
 
 موږ به په دغه وړه مقاله کې هڅه وکړو چې په ‎ دغه دوولسو نړيوالو سازمانونو او بنسټونو کې د افغانستان د غړيتوب لنډه ارزونه وکړو.
 
لومړی: د سوداګرۍ په نړيوال سازمان (World Trade Organization (WTO)) کې غړيتوب
د سوداګرۍ نړيوال سازمان د حکومتونو په کچه سازمان دی چې، په ۱۹۹۵م کال کې د نړيوالۍ سوداګرۍ د تنظيم په موخه رامنځته شوی دی. افغانستان په ۱۳۹۴هـ.ش کال د قوس په ۲۶ نېټه (۲۰۱۵م، دسمبر ۱۷) د دغه سازمان د وزيرانو په کنفرانس کې د رايو په يووالي سره د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ. د دغه سازمان د غړيتوب ترلاسه کول يو ډيره پيچلې پروسه ده، خو له نيکه بخته زموږ هيواد په دې وتوانېده چې د ملي يووالي د حکومت په دوره کې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړي. دغه سازمان ټول ۱۶۴ غړي هيوادونه لري چې مرکز يې په سويس هيواد کې دی.
 
افغانستان هڅه کوي چې، د سيمه ييزو همکاريو او اقتصادي بشپړتيا له لارې په سيمه کې په سوداګريز او ټرانزيټي مرکز بدل شي، چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړيتوب د دغې موخې د چټکتيا سره ډيره مرسته کوي.  همدارنګه زموږ هيواد په صاداراتو او وارداتو کې د ځينو ستونزو سره مخ وو/دی، لکه: په ګمرکونو کې د مالونو بې ځايه ايسارېدل، د سوداګرو ځورول، ګمرکي تعرفو کې ستونزې او داسې نور... چې د دې سازمان په غړيتوب سره هيواد کولای شي چې دا او دې ته ورته نورې ستونزې د سازمان د شخړو د حل د ميکانيزم له لارې حل کړي. همدارنګه د دې سازمان په غړيتوب سره زموږ کورنيو صنعتونو ته دا فرصت برابر شوی دی چې د پخوا په پرتله ارزانه خام مواد ترلاسه کړي. لنډه دا چې د دې سازمان غړيتوب يوه لويه لاسته راوړنه ده چې ټول اړخونه يې موږ په دې وړه مقاله کې نشو بحث کولای.
 
دوهم: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا (UNHRC) غړيتوب
دغه شورا د ملګرو ملتونو د فرعي ارکانو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې په غړو هيوادونو کې د بشري حقونو له پلي کېدو او د هغی له نقض څخه څارنه کوي. افغانستان د ملي يووالي حکومت پرمهال په ۱۳۹۶ هـ.ش کال د ميزان په ۲۴ (۲۰۱۷م، اکتوبر ۱۶) نېټه د دغې شوری غړيتوب ترلاسه کړ. د دغې شوری د غړيتوب د ترلاسه کولو په موخه اوو هيوادونو (نيپال، پاکستان، مالديف، قطر، ماليزيا، افغانستان او فيجي) د څلورو څوکيو لپاره په خپلو منځو کې سره سيالي وکړه چې په پايله کې د ۱۳۰ هيوادونو استازو د رايه اچونې له لارې، افغانستان، پاکستان، نيپال او قطر بريالي کړل.
 
د يادونې وړ ده چې، د شکنجې د منع قانون، د ماشومانو څخه د حمايت قانون، د جزا کود  او په ولاياتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع څانوالۍ رامنځته کېدل، هغه لاملونه دي چې په دغه شوری کې د غړيتوب په ترلاسه کولو  يې اغيزه وکړه.
 
د دغې شوری غړيتوب د بشري حقونو په خونديتوب او بشري حقونو ته درناوي او پرمختګ په برخه کې د حکومت مسؤليت نور هم زياتوي. همدارنګه دغه غړيتوب به د دې لامل شي چې د بشري حقونو په برخه کې نور قوانين، لايحې او تګلارې  رامنځته شي.
 
درېم: د پرانستۍ دولتدارۍ د مشارکت (Open Government Partnership (OGP)) غړيتوب
دا يو نوی نړيوال نوښتيز بنسټ دی، چې په ۲۰۱۱م کال د سپتمبر په ۲۰ نېټه، د برازيل، اندونيزيا، مکسيکو، ناروی، فليپين، جنوبي افريقا، انګلستان او امريکا متحده ايالاتو له خوا رامنځته شو. دغه بنسټ د غړو هيوادونو د استازو له خوا رهبري کېږي او تراوسه پورې ۷۵ هيوادونو د دغې بنسټ غړيتوب لري.
 
د دغې بنسټ موخه داده چې، دولتونه يو روڼ مالي سيستم، اطلاعاتو ته د لاس رسۍ په برخه کې اساني، د ملکي خدمتونو د کاکوونکو د شتمنيو ثبت او په حکومتي پريکړو کې د ښاريانو ګډون رامنځته کړي.
 
افغانستان د ملي يووالي د حکومت پرمهال په ۱۳۹۵ هـ.ش کال د ليندۍ په ۱۸ (۲۰۱۶م، دسمبر ۱۸) نېټه د ۸۸ سلمې معيارونو په بشپړولو سره د پرانيستۍ دولت دارۍ د مشارکت غړيتوب ترلاسه کړ. افغانستان وتوانيد چې د روڼتيا په برخه کې ۴ نمرې، اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ۴ نمرې، د هيوادوالو د مشارکت په برخه کې ۲ نمرې او ملکي خدمتونو د کارکوونکو د شتمنيو  د ثبت په برخه کې ۴ نمرې ترلاسه کړي، چې افغانستان د ټولو ۱۶ نمرو څخه څوارلس نمرې ترلاسه او د دې بنسټ غړی شي.
 
د دې بنسټ د غړيتوب مهمه ګټه داده چې حکومت به مالي روڼتيا رامنځته، اداري فساد به کم کړي، اطلاعاتو ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې به اسانتيا رامنځته او په حکومتي مهمو پريکړو کې به هيوادوالو شريک کړي.
 
څلورم: د کرکټ د نړيوالې شورا International Cricket Council (ICC)غړيتوب
د افغانستان د ملي کرکټ ټيم د پرله پسې برياوو پر مټ په دې وتوانېد چې په ۱۳۹۶ هـ.ش کال د سرطان په لومړې (۲۰۱۷م، جون ۲۲) نېټه د کرکټ د نړيوالۍ شورا غړيتوب ترلاسه کړي. دغه شورا ټول ۱۲ غړي لري چې افغانستان يې يوولسم او ايرلينډ يې دولسم دايمي غړی هيواد ګڼل کېږي.
 
د دې شورا دغړيتوب ګټه داده چې دغه شورا به د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره ځانګړې بوديجه دغه هيواد ته ورکوي، د لويو او مخکښو لوبډلو سره به يې لوبې تنظيموي، هره لوبه به يې پر تلويزيون ښودل کېږي، پنځه ورځنۍ يا ټسټ لوبې به ترسره کولی شي او د کورني کرکټ د پرمختګ لاره به هم ورسره پرانيستل شي.
 
پنځم: د اوبو د نړيوالې اتحاديې (The International Water Association (IWA))  غړيتوب
د اوبو نړيواله اتحاديه يوه غيره انتفاعي اتحاديه ده چې، د نړيوالو اوبو اړوند مسايلو د حل کولو په موخه فعاليت کوي. دغه اتحاديه په ۲۰۰۰م کال کې رامنځته شوې ده، چې ډيره توجو  يې د روانو اوبو مديريت ته ده او د غړو هيوادونو سره په ګډه د اوبو د مديريت لپاره پاليسۍ جوړوي. د دغې اتحاديې مرکزي دفتر د انګلستان په لندن ښار کې دی.
 
افغانستان د دې اتحاديې رسمي غړی نه دی، خو د ملي يووالي د حکومت پر وړانديز، د ۱۳۹۶ هـ.ش کال د ثور په مياشت کې د دغې اتحاديې په څلورم کنفرانس کې چې د ترکيې هيواد يې کوربه وو، افغانستان ته غير رسمي غړيتوب ومنل شو چې پر بنسټ به يې افغانستان د دغې اتحاديي په غونډو کې ګډون کولای شي.
 
دا چې د دغې اتحاديې اساسي مسؤليت د اوبو مديريت او د اوبو اړوند شخړو حل کول دي او د خپلو پريکړو د پلي کولو په موخه د ملګرو ملتونو د امنيت شوری حمايت هم له ځان سره لري، نو د افغانستان غړيتوب په کې خورا اړين دی، ځکه موږ اکثره وخت د ايران او پاکستان سره د اوبو پر سر نښتي يو، چې حکومت کولای شي د دغې اتحاديې له لارې دغه ستونزې حل کړي.
نور بيا...
 
د لېکوال په اړه: 
څيړندوی عبدالصبور مبارز
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي غړی