بې وزلو سره د دولت د مرستو دوام

د کرونا وایروس له ډاره کرنتین سره د افغانستان زیات شمېر سیمو کې او په ځانګړي ډول ښارونو کې بې کاره شوي دي.

هسې هم د جګړو او ترهګرۍ له کبله د فقر ګراف لوړ دی او د جګړې د قربانۍ تر څنګ خلک لوږه په مرګ ګواښي.

د افغانستان دولت هم په ځان بسیا نه ده او عواید یې دومره نه دي چې د ټولو خلکو په یو ځل باندې داسې لاسنیو وکړي، داسې لاسنیوی چې خلک کرنتین موده کې پرې ښه ژوند ولري.

یواځې دومره چې د دولت له توان سره سم د بې وزله او ناچارو خلکو لاسنیو وشي او دومره څه برابر شي چې دا ورځې یې وږې تیرې نه شي.

تاسو به رسنیو او سوشل میډیا کې ګورئ چې د دولت تر څنګ سوداګر هم د خلکو لاسنیو کوي، خوراکي توکي ویشي او د بې وزله خلکو لاسنیوی کوي.

دا چې له ځینو ښارونو او سیمو شکایت شته چې خلکو ته مرستې په سم ډول نه رسیږي او شفافیت پکې نشته، دا خپله د خلکو کمزوري ده چې د ناحیې وکیل او ولسوالۍ ملک یې سم نه دی ټاکلی.

دولت په متوازن ډول باندې مرستې ولایتونو ته لیږلي او له کرونا سره د مبارزې لپاره یې د خدماتو لپاره بودجه ځانګړې کړې.

دولت نه شي کولی چې هر کور ته مرسته ورسوي او هر څوک پيدا کړي چې څوک غریب دی او څوک نه دی، یواځې دومره کوي چې د هرې سیمې مشر لیستونه ځایي ادارې ته ورکوي او هغوی د همغو لستونو له مخې مرستې ویشي.

هغه خلک چې له مرستو ناراضه دي او نیوکه لري، اړتیا ده چې خپله د مرستو په پروسه باندې نظارت وکړي، مستند یې کړي او ځایي ادارې ته یې وسپاري.

د سوداګرو او توانمندو خلکو هم باید مننه وشي چې په دې سختو ورځو کې یې د خپلو خلکو لاسنیوی کړی دی.

د خوراکي توکو د مرستو تر څنګ اوس د کابل په ګډون څو ښارونو کې د وچې پخې ډوډۍ د مرستو لړۍ پيل شوې چې شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ ورته ځانګړې شوي دي.

د هر ولایت ښاروالي او نورې مسوولې ادارې مسوولیت لري چې خلکو ته په شفاف ډول وچه ډوډۍ هره ورځ وویشي.

د دولت د مرستو لړۍ به د کرنتین په موده کې جریان ولري او خلک دې لکه د نورو هېوادونو تمه نه لري چې کور ته ورته پخه ډوډۍ او نغدې پيسې ولیږي.

لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، دولت دومره بودجه نه لري او دا هغه پیسې دی چې نړیوال مرسته کړې.

که ترهګري، جګړه، طالب او داعش نه وی، په جګړه به مو مصرف کم وی او دې ورځو کې به د جګړې پيسې خلکو ته ویشل کیدلی، خو له بده مرغه چې په داسې وضعیت کې هم طالب له جګړې لاس وانه خیست او افغان دولت په یوه وخت له کرونا، فقر او طالب سره په مبارزه کې دی.