روهي (څلورنۍ/۱۶ د غوايي)، د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکو دوه اوونۍ وړاندې له پوليسو سره له څو ورځنيو نښتو، لاريونونو او تاوتريخوالي وروسته، غوښتنه لري چې ياده ولسوالي ورته ولايت شي.
له غزني په ولسوالي جرګه کې او همدا ډول د دغه ولايت په ولايتي شورا کې ډېری وکيلان د همدې ولسوالۍ دي، چې ټېنګار او تمرکز يې د غزني د ولايتي ګټو پر ځای د دغه ولايت هزاه مېشتو ولسواليو ته ځانګړی کړی دی.
يو شمېر هزاره وکيلان پر مرکز کابل فشار راوړي چې د پرخوالي او وګړو د شتون پر اساس جاغوري ولسوالي د ولايت کېدو شرايط پوره کړې دي، په داسې حال کې چې ننګرهار کې شينواري، هرات کې شينډنډ، کاپيسا کې تکاب، کندز کې امام صاحب او يو شمېر نورې سترې ولسوالۍ د ولايت درجې ته نه دي رسېدلې.
هر کله چې د غزني له هزاره وکيلانو له جاغوري وړاندې د تکاب، شينواري، شينډنډ او نورو ولسواليو د ولايت کېدو په اړه وپوښتل شي نو لنډ ځواب يې دا وي چې يادې ولسوالۍ هم بايد ولايتونه شي؛ خلک او وکيلان يې بايد پر مرکزي حکومت فشارونه اروړي.
وروستي