بېکاري څنګه ښه مدیریت کولای شو‎

هر کال پوهنتونونه سلګونه تنه ځوانان پر لوړو زده کړو سمبال ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي مګر ډیر کم تعداد یې په دندو ګمارل کیږي او ډیری نور یې بیکاره ګرځي.

دغه تعلیم یافته بیکاره ځوانان ددې پرځای چې دغه بیکارۍ کې د خپلو ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار وکړي، خپله انرژي په ډیرو نورو بیهوده او بې ګټې څیزونو مصرفوي. 

ځینې د ډلو ټپلو د شومو اهدافو ښکار ګرځي او د ګټورو احمقانو په توګه ترې ګټه اخلي او ځینې نور دغه وخت په ډیر خفګان او خلکو ته د شکایتونو په کولو تیروي.

دغو ځوانانو ته چې د ژوند په ډیر مهم او سرنوشت ټاکونکي پړاو کې قرار لري، څو سپارښتنې لرم.

1- مطالعه وکړی:
په فکري لحاظ د ځوان او خوځنده پاتې کیدو لپاره مطالعه اړینه ده. هڅه وکړی، څومره پراخه مطالعه کولای سی ویې کړی. دې جریان کې که فوکس په مسلکي مطالعه وسي ګټه به یې دا وي که چیرې کوم خالي بست اعلانیږي نو تر ډیرو به مخکښ او تکړه هستی. که مبالغه ونه کړم نو دغه بست ته به د کاندیدانو په لیست کې د کامیاب کاندید په توګه لومړی ستاسو نوم وي.

2- سالمې اړیکې پراخې کړی او زړې اړیکې مو ورغوئ :
دغه بحراني وضیعت کې داړیکو د پاللو په اړه بې تفاوته مه پاتې کیږی، څومره مو چې سالمې اړیکې پراخیږي همغومره ورسره ستاسو د پرمختګ او د وظیفې د پیداکولو خوشبیني زیاتیږي. که چیرې کوم پوزیشن اعلانیږي نو لومړی به تاسې خبریږئ.

3- بهرنۍ ژبې زده او د کمپیوټر مهارتونه مو لوړ کړی:
ددغه قیمتي وخت څخه د عبثیاتو پرځای اعظمي ګټه واخلی ځکه د وظیفو د نه پیدا کیدو یو لامل دا هم کیدای سي چې انګلیسي زبه یاد ونه لری او یا په کمپیوټر پوه نه اوسی وظیفه له لاسه ورکړی. تاسې په کافي اندازه وخت لری چې دغه مهارتونه مو لوړ کړی او په هسکه غاړه په هره ازموینه کې ګډون وکړی او د بریالیتوب زیري واورئ.

4- د نورو ژبو څخه خپلې ژبې ته بیلا بیل کتابونه وژباړئ:
که چیرې د ژباړې په مهارتونو پوهیږئ او ددې ظرفیت په ځان کې وینئ چې له نورو بهرنیو ژبو کتابونه ژباړلئ سئ، نو دا یې بهترین وخت دی چې ژباړې وکړئ او دې جریان کې که مسلکي کتابونه وژباړئ، خپلو هم مسلکیانو ته به مو ستر خدمت کړی وي. ځکه زمونږ ټولنه د مسلکي کتابو د کمبود سره ډیره مخ ده او د تاسې دغه بریالۍ هڅه به دا ستونزه حل کړي.

5- کم معاش باندې هم دنده اجرا کړئ:
ډیری ځوانان په دې خاطر هم بې دندې دي چې په کم معاش دنده نه اجرا کوي مګر تاسې باید دغه دنده فرصت وګڼئ او له دې د ستر پرمختګ لپاره ګټه واخلی. زه ډاډه یم که تاسې تکړه اوسی نو کولای سی هر ډول کاري چاپیریال څخه د خپل ځان د پرمختګ لپاره ګټه واخلی.

6- دا باید ومنئ چې ژر پرمختګ نه کیږي:
تاسې پوهیږئ، هغه څوک ګټه او پرمختګ کوي چې ورو مزل کوي خو تل یې کوي او په دې هم سترګې نه پټوئ چې منډه اخیستل غورځیدل لري. تاسې ته وړاندیز کوم چې هر فرصت د خپل پرمختګ غنیمت وګڼئ او د خپلو هڅو او کوښښونو پایله ژر مه غواړئ بلکې کلونه ورته انتظار وکړی. تاسې به لس کاله وروسته د خپل موقف څخه ډیر راضي هستئ.

7- مخلص لارښود ومومئ:
همدغه تعلیم یافته بیکاره ځوانان چې داسې سرګردانه ګرځي او د خپل ژوند په اړه د درست تصمیم نیولو په مهارتونو نه پوهیږي، د ژمنو او مخلصو لارښوونکو د نشتون پایله ده.

مونږ بدبختانه د ګوتو په شمار مخلص لارښوونکي لرو او نور ټول یې د بخیلۍ او ددې لپاره چې له دوی مخکې نه سي یا له مشورو ځان غولوي او یا داسې لاره درښيي چې هغه ترکستان ته تللې وي.

8- ټولنیز فعالیتونه او خیریه کارونه ترسره کړئ:
هڅه وکړی چې له ټولنې لرې پاتې نه سی او په خپلو رغنده ټولنیزو فعالیتونو هم ځان او هم ټولنه زوندی وساتی. د خپلو، خپلوانو او ملګرو په مړي او زوندي کې فعاله برخه واخلئ او که چیرې مو ملګري رسنۍ کې کار کوي، کوښښ وکړی چې رسنیو کې په بیلا بیلو موضوعاتو د بحث په پار د میلمه په توګه ګډون وکړی.

زمونږ ټولنه هم په مادي او هم په معنوي لحاظ ډیره غریبه ده. خیریه کارونه تنها د پیسو پورې تړلي نه دي بلکې خلکو ته ښه لاره ښودل او ښه خبره کول هم خیریه کارونو او صدقه کې راځي.

ډاډه یم، که پورته کارونه تعلیم یافته بیکاره ځوانان په ښه او منظم ډول ترسره کړي، د وظیفې د پیداکیدو اندیښنه به یې کمه سي او کاري ظرفیتونه به مو په کافي اندازې سره لوړ سوي وي.