هلمند کې موټر بم چادونه شوې

روهي(دوه نۍ/۱۵ د غویي)، هلمند کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د تېرې شپې د موټر بم بريد له امله ۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.برېد تېره شپه ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سیمه کې شوی دی.
 
طالب وسله والو نن سهار په یوه اعلاميه کې د دغه برید مسووليت په غاړه واخیست او د ګڼو افغان سرتيرو د وژلو ادعا يې وکړه.
 
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې چاودنه کې د ملي اردو د ځواکونو ترڅنګ د"لړمان" په نوم د ملي امنيت د یوې خاصې قطعې غړي په نښه شوي وو.ځواک وایي د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې بريد کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي، خو یوه امنیتي سرچينه وایي په دې بريد کې ترر ۳۵ پورې افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.