نه پوهېږم ، چې د خپل ولسمشر له کومې نادودې سر وټکوم؟ له پخوانيو تنظيمواکانوسره د ولسمشر کرزي له بې کچې مينې او که له پخوانيو جنګسالارانو څخه له بې درکه وېرې يې؟ له خپلو پلويانو سره له بې مهرۍ او که له سيالو بدخواهانو سره له بې دريغه مهربانۍ يې؟ د فاسد او فاسق پر وړاندې له ګذشت او عفوې يې او که له بنسټ جوړونې او نظام جوړنې سره له نا اشنايۍ يې؟ او که له ...؟؟؟
ځينې تېروتنې اونادودې کېدای شي د يوه هېواد ملي ګټو ته زيان واړوي ، خو ځينې تېروتنې بيا داسې دي چې د يوه هېواد او نظام ستنې نړوي.
د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه پرمهال زموږ يودروند عالم په دې دليل ، چې ګاونډي هېواد پاکستان ته يې پناه وړې وه او له هغه ځايه يې د افغان دولت پر ضد خپرونه چلوله ،په ملي خيانت تورن شو او د افغانستان تابعيت ترې واخيستل شو، خو کرزی صيب نن د خپلو همکارانو له پردۍ پالنې اوپه خپل حکومت کې د ځينوجاسوسانو له شتونه سرټکوي، خو سباته بيا له همدوی سره په يوه ميز کښيني او د هېواد چارې ورته سپاري .
ارواښاد داود خان ناروې ته د افغان کارګرانو د استولو رسمي غوښتنه په دې دليل ردکړې وه ، چې ښايي هلته افغانانو ته په سپک نظر وکتل شي او په دې توګه د افغان غرور تر پښولاندې شي ، خو زموږ د ولسمشر ۍ دفتر په ډېر وياړ سره وايي، چې له ايران څخه په منظمه توګه جېب خرڅ ترلاسه کوي او حاضر دي چې ايران ته خپل حساب ورکړي.
که د هېواد يو شمېر واليان په کال کې هم نه شي کولی خپل ولسمشر وګوري، خو په کابل کې د ايران سفير کولی شي هر سبا اوبيګا له ولسمشر سره وګوري او له سپين سترګۍ ډکې غوښتنې ورته وړاندې کړي.
امير عبدالرحمن خان د انګرېزانو په پرتله له روسانو ځکه ډېر وېرېدلو، چې انګريزان له سمندرونو ورهاخوا ډېر لرې پراته دي او يوه ورځ به خامخا بېرته له سيمې وځي، خو روسان مو ګاونډيان دي چې که يوځل يې لاندې کړو ښايي چې بيا به خلاصی ترې ډېر ګران وي.
خواوس سره له دې چې د افغانستان په چاروکې وار وار د ايران د لاسوهنو سندونه په ډاګه کيږي، بيا هم د ايران د دوستۍ ستاينه کيږي او د لاسوهنې لپاره يې شين چراغ بليږي. زه نه وايم چې له ګاونډيانوسره دې د دښمنۍ جنډه پورته شي او يا دې دېپلوماسي نه ورسره کيږي، خو د هغوی لپاره د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ بايد يوه څرګنده کرښه هم وايستل شي. موږ ګورو چې ايران له يوې خوا په افغانستان کې ځانګړې ډلې تمويلوي او د هغوی پر مټ خپل مذهبي او فرهنګي نفوذ خپروي ، تردې چې د ايران د خط مريدان چمتو دي د يوې ايرانۍ اصطلاح لپاره د افغانستان ملي يووالی او ټوله ملي شتمني داو کړي. په کابل ، هرات او مزارشريف ښارونو کې موږ هره ورځ په لارو، کوڅو، رسنيو ، علمي او روزنيزو مرکزونو کې دچټکې ايراني کېدنې نښې ګورو، موږ هره ورځ د ايراني لاسپوڅو له خوا د افغانستان د ملي هويت او ملي وياړونودسپکاوي شاهدان يو ، خو بيا هم ګورو چې له امريکې سره د چنو په موخه کم پاتې دي چې افغانستان د ايران غيږې ته وغورځول شي.
ايران يوازې دا چارې نه ترسره کوي ، بلکې هم دا کوي اوهم دا! د افغانستان د ورانولو اواېل کولو لپاره يوازې له نرمې پاليسۍ څخه نه ، بلکې له سختې پاليسۍ هم کار اخلي. د کره راپورونو له مخې ايران د دې تر څنګ چې خپلولاسپوڅوډلو ته د خپل مذهبي، فرهنګي، سياسي او اقتصادي نفوذ په موخه بې درېغه مرستې ورکوي، په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو په موخه له طالبانو او القاعده سره هم مالي او پوځي مرسته کوي.
ايران په واروار ښودلې، چې هېڅکله يې له افغانستان سره صادقانه دوستي نه ده کړې او همدا چې افغانستان يې په سخته ورځ کې لېدلی ، نو له شاڅخه يې په خنجر وهلی ، چې ډېرې ښې بېلګې يې دا څوکاله د افغانانو بر درېغه اعدامونه او د ژمي په سختې يخنۍ کې کله د افغان مهاجرينو راشړل دي او کله بيا د لارې او سون توکو بندول.
په پخوانيو حکومتونو کې به زموږ مدبرو واکمنانو نه يوازې سرحدي ولايتونو ته ډېر پاک او وطنپاله واليان استول ، بلکې هڅه به يې کوله د هېواد تر ګواښ لاندې پولو کې داسې پرګنې مېشته کړي ، چې د ګاونډيو لاسوهنو پر وړاندې لکه ډال ودريږي. خو اوس موږ وينو چې سرحدي ولايتونو ته داسې واليان استول کيږي ، چې بايد په ګاونډ کې له پراته هېواد سره نامشروع اړيکي ولري. اوس ګورو چې د ملي اتل وزير يارمحمد خان پر ځای د ښار ونو واکداران کله تورن اسماعيل خان او کله هم سيد حسين انوري وي او يا هم دې بلې ډډې ته قومندان عطا او دوستم دي. همدا دليل دی ، چې د افغانستان په سويل لوېديځو ولايتونو کې خلک کولی شي د خپل حکومت پر ضدهرڅه ووايي، خو د ايراني دسيسو پر وړاندې خپل غږ هم نه شي اوچتولی. هغه ښار چې ايران د ډېرو لښکرو په زور ونه شونيولی ، اوس يې د خپلوپيسو او دسيسو په زور ډېر وړيا نيسي.
په دې هکله ډېرې خبرې کېدای شي او بايد هم وشي، خو دلته غواړم په لنډو ووايم چې د يولړ ملي مسايلوپر وړاندې بې تفاوتي د ملي خيانت مانا لري او د هغې جبران هم ناشونی وي. د افغانستان حکومت بايد د يوې دقيقې ملي ستراتيژۍ له مخې د ګاونډيانو پر وړاندې څرګند دريځ ولري او خپل ملي حريم ورته په نښه کړي. او هره پښه چې له دغه حريمه تېريږي ، له هغې سره د يوه بهرني يرغل په توګه چلند وشي.