رنګینه دنیا

یا زه تنها رنګین یم یا دنیا رنګینه ده
یا ټوکې مسخرې دي یا ریښتیا رنګینه ده

یا سترګې مې لید نه کړي راته یو رنګ څو رنګ ښکاري
یا څو رنګه یو رنګ دي دا وینا رنګینه ده

نه ښه شوم او نه مړ شوم په علت باندې پوه نه شوم
منلی ګومان دا دی چې دوا رنګینه ده

چې ما ته، هم وبل ته، هم مې کیږي ورقیب ته
وي دا یاري به څنګه چې خندا رنګینه ده

توپیر د ښکلو منځ کې د ښکلا څه اسان نه دی
تېر نه وځي په ښکلو کې ښکلا رنګینه ده

غونچه که د سرو شونډو او سرو ګلو شبیه ښکاري
تر ګلو بیا د سرو شونډو مسکا رنګینه ده 

په سپینو چې تېر نه وځي د تورو به څه وایم
د لمر رڼا ته ګوره دا رڼا رنګینه ده (۱) 

د مکر اوښکې یوخوا، لباسي خندا يي بلخوا
خندا خو وه رنګینه اوس ژړا رنګینه ده

په داسې یو حالت کې د تصمیم پریکړه شي ګرانه
جفا سره چې یوځای يی وفا رنګینه ده 

د هیچا دوه رنګۍ کې څه فایده، ښېګڼه نشته
سر خلاص کړه د شاعر دغه وینا رنګینه ده

یادونه:
(۱) د لمر رڼا د اووه (۷) بېلا بېلو رنګونو څخه جوړه ده، په دا ډول: سور، نارنجي، ژیړ، شین، ابي، نیلي، چڼیا.
شعروزمه خیالونه