روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، له تېر يو کال راهيسې هندوستان کې مذهبي کړکېچونو زور اخېستی او په تاوتريخوالي بدل شوي دي. لږکيو مسلملنانو ته د تابيعت په نوي قانون کې برخه نه ورکول، پر کمشير د هندوستان په اساسي قانون کې د ذکر شوي امتيازونو لغوه کول او د کرونا ويروس په خپرېدو سره د مسلمانانو پر وړاندې د نرنېدرا مودي په مشرۍ د هند حکومت تبعيضي کړنې هغه څه دي چې نړيوال غبرګونونه يې راپورته کړي دي.
د امريکا متحدو ايالتو حکومت د نړيوالو مذهبي ازاديو کمېسيون د هندوستان پر حکومت غږ کړی دی چې مذهبي تعصب او تبعيض پر وړاندې دې د سمون اقدامات وکړي او که چېرې دغه هېواد کې د لږکيو مسلمانانو پر وړاندې تاوتريخوالی، تبعيض او تعصب دوام پيدا کړي نو له سختو بنديزونو سره به مخ شي.
د امريکا متحدو ايالتو حکومت د نړيوالو مذهبي ازاديو کمېسيون يا the US Commission on International Religious Freedom په خپل کلني راپور کې ويلي دي چې هندوستان بايد د هغه هېوادونو په ډله کې شامل شي چې د لږکيو مذهبي ډلو حقوق په کې خوندي نه وي او مذهبي توپيرونه په کې شتون ولري. ياد کمېسيون د امريکا متحدو ايالتو حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې د هندوستان حکومت دې د مذهبي ازاديو سره د تبعيض پر اساس تور لېست او د بنديزونو نوملړ ته داخل شي.
راپور کې ويل شوي دي چې ۲۰۱۹ کال کې هندوستان کې مذهبي ازادۍ په منفي او بدل ډول سره وځپل شوه او هلته په شته لږکيو مذهبي ډلو بې رحمانه بريدونه تر سره او حقوق يې وخوړل شول.
دغه راپور کې په فيبرورۍ مياشت کې هندوستان ته د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ سفر ته هم اشاره شوې ده، چې زرګونه مسلمانانو په نوي ډيلي کې لاريون وکړ خو ولسمشر ټرمپ او لومړي وزير نرېندرا مودي په اړه پاملرنه ونه کړه. هندوستان ته د ټرمپ د سفر پر مهال نوي ډيلي کې د مسلمانانو په لاريون کې له ۵۰ ډېر مسلمانان ووژل شول چې په تېرو څو لسيزو کې بې سارې وه.
ملګرو ملتونو هم د هندوستان د تابيعت قانون سره چې د نورو هېوادونو لږکيو مسلمانانو ته په کې د هندوستان تابيعت نه ورکول کيږي، سخت مخالفت ښوودلی او دغه قانون يې د بنسټيز تبعيض په نوم ياد کړی دی. ملګرو ملتونو د نرېندرا مودي له حکومت غوښتي دي چې هندوستان کې د شته مسلمانانو او نورو لږکيو حقوق بايد په پام کې ونېسي.
وروستي