د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا ارزونه 

 د ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري ریاست پرمهال د افغانستان بهرنی سیاست پر سیمه ییزه همکارۍ باندې ولاړ دی، افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیت د محور په توګه، خپلې ګټې د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو په ساتلو کې ویني؛ له همدې امله سیمه ییزه همکارۍ ته په خپل بهرني او اقتصادي سیاست کې لومړیتوب ورکوي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یوه هڅه دا وه، چې افغانستان به د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا په څلور لاري باندې بدلوي.

 د ولسمشر محمد اشرف غني دجمهوري ریاست پرمهال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په مختلفو برخو کې لکه د کاسا زر پروژې، د تاجکستان، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ریل ګاډي جوړولو، د چین، قرغیزستان، ایران او افغانستان ترمنځ د ریل ګاډي جوړولو پروژو کې دوه اړخیزه همکاري شتون لري اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۳۵میلیون ډالرو څخه ۷۵ میلیون ډالرو ته په کال کې لوړه شوې ده نو په دې توګه ویلای شو، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه په دې وروستیو کلونو کې زیاته شوې ده. دیادونې وړده چې د اقتصادي اړیکو ترڅنګ د ولسمشر غني د ولسمشرۍ پرمهال دافغانستان او تاجکستان ترمنځ فرهنګي او ټولنیزو اړیکو هم پراختیا پیداکړې ده.

 تاجکستان او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي، چې ژبني، تاریخي او کلتوري ګډ مشترکات لري افغانستان له تاجکستان سره ګډه پوله لری، چې ډیره برخه یې غرنۍ ده تاجکستان په منځنۍ آسیا کې د اوبو او برېښنا له پراخه زیرمو څخه برخمن دی. افغانستان دخپلې اړتیا وړ یو څه اندازه برېښنا له تاجکستان څخه وارده کړې ده، همدارنګه افغانستان د تاجکستان د برېښنا له اصلي پېرودونکو څخه ګڼل کیږي. له تاجکستان او قرغیزستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لیږد پروژې په بشپړیدو سره چې د کاسا ۱۰۰۰په نوم یادیږي، د برېښنا واردولو کچه کې به لا زیاتوالی رامنځته راشي. کاسا ۱۰۰۰ لومړنۍ د برېښنا پروژه ده، چې منځنۍ اسیا او سویلي اسیا سره نښلوي کاسا ۱۰۰۰ له پروژې څخه ډیره ګټه افغانستان او تاجکستان ترلاسه کوي، ځکه چې تاجکستان په خپله د برېښنا تولید ځواک لري او همدارنګه له قرغېزستان څخه برېښنا د تاجکستان له مسیره لیږدول کیږي.

 افغانستان هم له برېښنا څخه ګټه اخلي او همدارنګه پاکستان ته یې هم لیږدوي، ددغې پروژې له مخې به ۳۰۰ ميگاواټه برېښنا له قرغېزستان او ۱۰۰۰ ميگاواټه له تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته صادريږي. د کاسا زر پروژې له لارې به د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان هیوادونه وتوانیږي، چې د سیمې په کچه د بریښنا د سوداګري مارکیټ برابر کړی.

د لېکوال په اړه: 
 رحمت الله همت؛ د افغانستان علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز علمي غړی