د ارواپوهنې علم په اړه ناسم تصورات او  د ناسمې کارونې بېلګې

ايا د ارواپوهنې د علم سره اشناياست؟ ايا د رفتار په ماهيت پوهېږي؟ ايا پوهېدی چې د انسان ټولې پټې او ښکاره کړنې بلل کېږي؟ او ايا په دې پوهېدې چې ارواپوهنه د هر ډول رفتار د مطالعې لپاره يوه حوزه(څانګه لري)؟
 
که پورته پوښتنو ته ستاسو ځواب  منفي وي نو ډاډمن اوسئ چې تاسو هم د هغه کسانو له ډلې څخه ياست چې د ارواپوهنې علم څخه ناسم برداشت لرې،  شونی ده د دې علم په اړه ډېر غېر علمي مسائل چې د دې علم پورې هېڅ اړه نه لري تاسو يې د دې علم برخه وګڼئ، او يا هم نور...
 
ارواپوهنه د انسان او حېوان د رفتار د مطالعې علم دی، يا په بل عبارت هغه علم دی چې د انساني رفتار د لاملونه، حالت، نوعيت، د بدلون لامل او رفتار پورې اړوند ټول ښکېل مسائل تر څېړنې لاندې نيسي.
 
رفتار د انساني ژوند سره تړلی موضوع ده، انسان د خپل ژوند د همغه صفري نقطې څخه چې د نطفې د تړل کېدو ياالقاح کېدو سره سم پېل کېږي، په خوځښت پېل کوي ارواپوهنه يې لاملونه، ښه کېدل، خرابېدل، اغېزمنه وده او نورو.... لپاره لازمې سپارښتنې لري،  د انساني شکل (بڼې) په بدلون او وخت په تېرېدو سره د انسان د رفتار نوعيت هم بدلون کوي، د بېلګې په توګه: د زېږون څخه وړاندې رفتار، او پرې اغېزمن لاملونه، د زېږون څخه وروسته رفتار او پرې اغېزمن لاملونه، د دې ترڅنګ په هر پړاو کې پر رفتار اغېزمن لاملونه او نور... د ماشوم ارواپوهنې په حوزه کې شامل دي، د مور په ګېډه کې د نهه مياشتنی مزل د بشپړولو وروسته نړۍ ته راځي چې موږ د ماشوم په نوم پېژنو، ماشومان د زېږون د وخت څخه يو ډول غبرګونونه له ځانه ښايي چې دا غبرګونونو د پېړيو راهيسي د ارواپوهنې د علم د پوهانو لخوا د رفتار په نوم تر څېړنې نيول شوي د همدې لپاره يې ورته د ارواپوهنې علم يوه څانګه(د ماشوم ارواپوهنې) په نوم ځانګړی کړی، په همدې ترتيب د ماشومتوب د پړاو څخه وروسته د انساني بڼې په بدلون سره انساني کړنې لوری او نوعيت بدلېږي، په دې حالت کې موږ ماشوم د ځوان په نوم پېژنو د دې طبقې خلکو د رفتارونو د مطالعې لپاره د ارواپوهنې د علم پوهانو دوی ته د ماشوم ارواپوهنې په څېر د ځوانانو ارواپوهنه ځانګړی کړی، وړاندې ځو، د ځواني حالت وروسته د واده کولو لپاره د واده مشاوره، په همدې ډول د زده کړو لپاره تحصيلي مشاوره، د کار لپاره شغلې مشاوره، په ټوله کې د انسان د ژوند د پړاوونو او د هر پړاو لپاره د ځانګړي شويو رفتارونو د مطالعې لپاره د ودې ارواپوهنه، دا راز د کار لپاره د کار ارواپوهنه، د مديريت لپاره د مديريت ارواپوهنه، د انسان د ناوړه کړنو لپاره، غېر عادي او جنايي، ارواپوهنه، د نشه يي توکو د رواني اړخ لپاره د مخدره توکو ارواپوهنه په همدې ډول د عادي، او سختو رواني ناروغيو او ستونزو سره د مبارزې لپاره کلنيکي او درماني ارواپوهنې په نوم څانګې ځانګړی شوي، ترڅو موږ سره د رفتار په پېژندلو، د لاملونو په اړه د پوهېدلو، د ناسم رفتار له منځه وړلو او د سم او مطلوب رفتار د رامنځ ته کولو، او نور..... په برخه کې له موږ په ځانګړی توګه د دې علم د مينوالو او لارويانوسره مرسته وکړي، ټولنه او سياست هم له دې امر څخه مستثنا نه دی.
 
د دې ټولو خبرو څخه موخه دا ده ترڅو ارواپوهنه او تريوه بريده د ارواپوهنې حدوات لوستوالو ته ور وپېژندل شي ځکه نن ورځ يو شمېر ځوانان د دې علم د جذابيت څخه د ځان مشهورولو او د نورو( په ځانګړی توګه د انجونو) د پام د راجلبولو، يا د دې نوي علم د نويو موضوعاتو څخه د خپل شته محروميت د رفع کولو په موخه ناوړه استفاده کوي، او په خواله رسنيو کې ټول هغه مسائل چي په عيني ډول د انسان د رفتار سره اړيکه نه لري، او د وړاندوينې په څېر يوه مثبته جمله وي په دې علم پورې تړي.
 
د ارواپوهنې د علم څخه ناسم برداشت او د دې علم د ناسمې کارونې بېلګې:

  • د جذاب او هڅوونکي وينا ليکل او د متن په لاندې برخه کې د ارواپوهنې کلمې ليکل.
  • ارواپوهنه د روحياتو د مطالعې علم ګڼل.
  • يو شمېر وړاندويونو ته د ارواپوهنې نوم ورکول
 
 چې ښه بېلګه د سافر په نوم د ايټاليوي ارواپوهنه له قوله لنډه ليکنه وه چې په دې متن (هغه کسان چې غوسه کېږي زړه کې څه نه لري، دا کسان صادق دي او نور...) تر سترګو کېده په داسې حال کې چې ټول انسانان په يو ډول حالاتو کې ژوند نه کوي، شونی ده سافر دا څېړنه په ايټاليا کې کړی وي، دا هم شونی ده چې که په افغانستان کې کوم څوک ډېر حساس وي، يا ژر غوسه کېږي ناوړه مخينه ولري، لکه څرنګه چې ټول يې لري، د څلوېښت کلن جنګ ناوړه خاطرې، په پردي هېواد کې د مېشت کېدو ستونزې، د پاکستان په هېواد کې  افغان ماشومانو ته مهاجر کلمې کارول، دوه ګونی چلند، د ژوند د فرصتونو څخه بې برخې کېدل او نور.... اوس نو څنګه امکان لري چې د سافر څېړنه زموږ اوسني ځوانان يا هم مشران چې ماشومتوب کې د ناوړه حالت سره مخ وو، د جنګ او کډوالی زهرجن خوند يې څکلی وي، مطابقت وکړي، مګر بېاهم په خواله رسنيو لکه فيسبوک کې د دې خبرې ډېر خپرېدل د دې علم څخه بې خبري او ناسم برداشت ښودنه کوي.
 
  • د رفتار د وړاندوينې په اړه د ډېرو خلکو له خولې مې واورېده چې:
 که ته ارواپوه يې نو زماد حالت په اړه راته و وايه، له بده مرغه دا ډله خلک د ارواپوهنې علم سره د نا اشنايې له امله ارواپوهنه د فال بېني سره پرتله کوي، يا يې د فال بينی په تله تلي.
 
  • د داخلي محروميتونو او ستونزو د جبران په موخه د ارواپوهنې څخه استفاده.
زموږ ټولنه له ډېرو پخوا وختونو څخه تراوسه پورې د ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دی، ډېر شمېر اوسني ځوانان په ماشومتوب کې د ډول ډول ستونزو سره مخ وو او دي، چې يو شمېر يې مشاورې او يو شمېر نور يې روان درملنې ته اړتيا لري، مګر  کله چې زموږ په ټولنه کې کوم څوک د ستونزو سره مخ شي نو روان پوه ته د غېرت يا هم د دې لپاره مراجعه نه کوي چې څوک يې کمزوری او مريض ونه بولي، د همدې امله د روان پوهنېزو کتابونو مطالعې ته مخه کوي، ډېر شمېر يې په دې برخه کې د مسلکي، علمي او تخصصي کتابونو د ټاکلو جوګه نه وي نو د يو هڅوونکي کتاب په پېرلو سره غواړي د ځان درملنه په خپله وکړي، بې پامه له دې چې دا کار يې نور هم په ستونزو ور زياتوي.
 
  • د نورو د پام راخپلولو په موخه د روان پوهنې څخه د دفاعي ميکانيزم په توګه استفاده کول
بېاهم پورتنی ستونزه که چېرته ماشوم ته په ماشومتوب کې ډېر پام ونه شي، د مينې او عاطفي اړتيا يې نه پوره کېږي، دا ډله خلک په لويوالی کې د مجنون په څېر د مئېن او ياهم د يو لوی فيلسوف په توګه د ځان ښودلو په موخه د دې علم څخه ناوړه استفاده کوي.
 
  • د جنسي سوداګری په توګه د دې علم څخه استفاده
جنسي مشوره، د جنسي امورو څخه رامنځ ته شوی ستونزې د سکسولوژي علم د موضوعاتو څخه دي، يو شمېر خلک علاوه له دې نه چې په تېروتنې سره دا موضوعات په ارواپوهنې پورې تړي بلکه عملآ نورو ته د مشوره ورکولو هڅه هم کوي، د فرويد په باور دې ته ورته کارونه د جنسي فقر څرګندې بېلګې دي.
 
  • د ارواپوهنيزو مشورو سره غېر علمي او غېر مسلکي برخورد
رواني او مسلکي مشاوره د ارواپوهنې علم په رڼا کې د هغه چا لخوا ورکول کېږي چې په دې برخه کې يې تخصص کړی وي، د رواني مشاورې په هوکړه ليک کې دا هم راغلي چې مشاوره بايد د يو بل مشاور تر لارښوونې لاندې مراجعينو ته مشوره ورکړي، په داسې حال کې چې ډېر شمېر خلک مشاوره او نصيحت يا ديني لارښوونو ته په يوه سترګه ګوري او د مشاورې اړمن کس ته ديني او ټولنيز نصيحتونه کوي.
 
د دې کارونو د دوام په صورت کې شونی ده ډېرو هغو کسانو په ذهن کې  چې د ارواپوهنې د کلمې سره نوی اشنا کېږي د دې علم ناسم انځور جوړ او ياهم د هغه کسانو لخوا ورکړل شي چې پورته کارونه کوي، چې دا د پرمخ تللی ژوند يوه اړينې برخې او اړتيا (ارواپوهنه) ګواښي او د کارونې اړوخونه، باور، جذابيت له منځه وړي.
 
 د دې ټولو خبرو سربېره هغه کسان چې د دې علم په ناسمې کارونې بوخت دي ځان ورته په حقه ښکاري، له بده مرغه بايد و وايم چې دا کسان د ايګويسم(ځان پالنې) ښکار شوي، ارواپوهان، د ارواپوهنې  استادان، او د دې علم زده کړيالانو ته په کار دی چې له دې ډله خلکو سره د چلند او مخامخ کېدو په برخه کې د نړمۍ څخه کار واخلي  ځکه دې ډله کسانو ته تل ځان د مقابل لوري په پرتله برحقه ښکاري، مسلکي کسان دې د علمي مالوماتو د چمتو کولو او ټولنې ته يې د وړاندې کولو په برخه کې خپل مسؤليت ادا او د دې علم وقار دې وساتي.