د دردونو کاروان ‎

هر لوری د لوږې بغارې وهي، سړکونه خالي، ژوند ساکن د طبعیت ښکلاوې را برملا شوي؛ خو څوک نه شته، چې له دې ښکلاوو سره د ژوند رنګ ګډ کړي، وېره له افرادو ده. ژوند د یوازیتوب زندان ګرځېدلی هر سړی په خپل دروني ویر لګیا دی، د سبا ناخبره برخلیک سره مخ دی. د وېرې وبا هم خلک له خپل ځان سره روان کړي، فردي استقامت هم د لوږې، وزګارتیا او تشویشونو سره غاړې غړۍ دي.

 هر سړی د دې په لټه کې دی، چې څنګه له ترهېدلې وبا ځان د امن زانګو ته ورخطا کړي او بېرته هغه متحرک او سرګردانه ژوند ته مخه کړي، چې د بشر د سوکالۍ لپاره ګامونه اخستل کېدل.

انساني خوځښتونه هم په لیدونکو دردونو اخته دي، فرد د انساني تفاهم پر ځای په فردي ساتنې متمرکز دی. د دردونو کاروان روان دی، څوک په دروني، څوک په روحي، څوک په خیالي نړۍ کې د بچو لپاره د یوې مړۍ په فکرونو کې ډوب دي.

خدای انساني رحم په همداسې حالالتو کې ازمایي چې انساني همدردي په داسې حالت کې څومره له خوبه پاڅیږي او بشر ته د پرسکونه دسترخوان په هوارولو کې خپل مسوولیت اداء کوي، چې له دې سره نور مړاوي ګلونه هم تازه کېدای شي. انساني همدردي همدا دا ده ، چې بشر پکې سوکاله وي او د ترحم غولی هرې خواته خور وي.

 شتمن انساني فکر د وږي او بې سرپانه انسان له حاله هغه وخت اګاه کېدای شي، چې انسان د نورو لوږه حس او خپله د دردونو له کاروان سره امن لرونکی فکر یو ځای کړي او انساني ژوند کې د سکون غږ بدرګه کړي.