کرونا ويروس څنګه انسانان وژني؟ د يو امريکايي ډاکټر تجربه  

زه د ۳۰  کالو راهیسې د بېړنۍ درملنې يا  emergency medicine برخه کې کار کوم. ما په ۱۹۹۴ز کال کې د لوله لګونې يا intubation لپاره يو انځوريز سېسټم رامنخ ته کړ، چې ناروغ کس ته د ساه يا اکسېجن اخېستلو لپاره لوله يا ټوېوب لګول کيږي. د دغه سېسټم په وسيله مې د intubation يا اکسېجن ورکولو برخه کې له تېرو دوه لسيزو د نړۍ په سطحه ډاکټرانو د زده کړو کورسونه جوړ او تدريس مې ورکړ. 

کله چې ۲۰۱۹ د مارچ په مياشت کې د متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې روغتونونه د کرونا ويروس له ناروغانو ډک شول، ما په دواطلب ډول (بلویو) روغتون کې لس ورځې کار تر سره کړ. دغه وخت کې زه پوه شوه چې مونږ د سږو وژونکي ناروغۍ يا pneumonia، چې له ډېر پخوا شتون لري سم تشخيص نه دی کړی. 

هغه څه چې په يادو لسو ورځو کې ولېدل د (نیک کاپوتو) په نوم مې د بيړني وضعيت له يو داکټر سره اړيکه ونېوله. هغه څه چې د تنفسي سېسټم ناروغۍ او کوېډ-۱۹ برخه کې ما تجربه کړل، نیک کاپوتو ته يې هم تجربه نوې وه. 

په دغه لسو ورځو کې ما ولېدل چې ډېری ناروغانو په تېر کې د سږو ناروغي يا pneumonia نه درلوده خو بيا هم په کوېډ-۱۹ اخته شوي وو. د کوېډ-۱۹ ناروغانو د اوږو سخت درد درلود، مونږ يې له دې وجې چې X-ray او CT scans سږو يې کار نه وي پرېښودلی، خو دا هر څه د کوېډ-۱۹ له امله وو. 

جالبه دا وه چې په کرونا ويروس ککړو ناروغانو د تنفسي سېسټم د ستونزې په اړه کوم شکايت نه درلود، خو X-ray يې دا په ګوته کوله، چې سږو کې يې pneumonia  خپره شوې ده او د اکسېجن يې له عادي درجې لاندې تللی دی. 

مونږ په دې کار وکړ، ترڅو دا پيدا کړو چې کوېډ-۱۹ په لومړيو کې د اکسېجن د کمښت سبب کيږي، چې ورته silent hypoxia وايي. silent hypoxia په دې مانا چې تشخيص يې ستونزمن وي. 

د سږو ناروغي يا Pneumonia هغه ميکوربي کېدنه چې په پايله کې يې سږي  له اوبو ډکيږي. کله چې Pneumonia  خوره شي، نو ناروغ کس د سينې درد او  ساه اخېستلو کې له ستونزې شکایت کوي. د Pneumonia توپير له کوېډ-۱۹ سره دا دی، چې هرکله لومړيو کې يو کس په کوېډ-۱۹ اخته شي نو د ساه بندۍ او يا هم د تنفسي سېسټم په اړه شکايت  نه کوي، په داسې حال کې د کوېډ-۱۹ سبب شوی وي ترڅو د اکسېجن کچه راښکته کړي. 

زما لپاره د تعجب وړ دا وه، چې په کوېډ-۱۹ ډېری اخته ناروغانو ويل چې له يوې اوونۍ او يا هم له تېرو لسو ورځو ناروغان دي؛ ټوخی، تبه، بې اشتهايي او ستړيا لري، خو د ساه بندۍ او کم اکسېجن په اړه يې شکايت د وروستۍ ورځې ترڅ کې وو، هغه وخت چې دوی به روغتون ته راغلل. 

د کوېډ-۱۹ ناروغانو به د هوا ټويوبو غوښتنه کوله چې لامل يې د اکسېجن ډېر کمښت او دوی ته درد وو. ما په خپلې ۳۰ کلنې تجربې يوازې هغه کسانو ته د هوا لولې يا breathing tubes لګولي، چې عبصي شوک، عصبي مشکل او يا ورته نورې جدي ناروغۍ به يې درلودې. نو دا راته څرګنده شوه چې د کوېډ-۱۹ ساه بندي او د اکسېجن کمښت له عمومي تنفسي ناروغيو او Pneumonia سره ژور توپير لري. 

د کوېډ-۱۹ پر مهال ناروغان د اکسېجن کمښت سره مخ وي، خو بيا هم په عادي ډول سره خبرې کوي، ځيرک موبايل کاروي او په څرکنده د درد او ستونزې احساس نه کوي. دا هغه څه دي چې silent hypoxia ورته وايي. مانا دا چې پرته له ظاهري نښو د تنفسي سېستم تخريب او د اکسېجن کمښت. 

د کرونا ويروس د مړينې شمېرې په دې لوړې دي، چې ناروغان يې تر هغې وخت  په کورونو کې پاتې کيږي، ترڅو يې چې تنفسي سېسټم او په ځانګړي ډول سږي تخريب شي. هغه وخت چې دوی روغتون ته ځي نو داسې لارې شتون نه لري چې  د دوی  تخريب شوي سږي ورغيږي نو د مړينې سبب يې کيږي.

ځيني ناروغان کورونو کې له ځينو درملو او وسايلو ګټه اخلي چې پايله کې يې د ساه بندۍ له ستونزې ارام شي، خو له دې ډولو درملو او وسايلو ګټه اخېستل د ساه بندۍ پر اساس راپورته شوی درد له منځه وړي او زمېنه دې ته برابروي، چې silent hypoxia د سږو دننه پرمختګ وکړي. ځکه چې د اکسېجن د کمښت نښې - نښانې ورکيږي. 

غوره دا ده چې ناروغان د کوېډ-۱۹ پر مهال چې د اکسېجن د کمښت څرګندې نښې نه ښکاري، له اکسېمټر (oximeter) کار واخلي ترڅو د اکسېجن اندازه او د زړه ضربان (نبض) pulse پرې مالوم کړي.