هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو، مړو او رغېدلو وروستۍ شمېرې 

روهي (پنځه نۍ/۴ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز نن ورځ کابل کې د چين سفير سره په يو ځايي خبري ناسته کې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د د کرونا ويروس د ۵۰ تازه پېښو د ثبت خبر ورکړ. 

د عامې روغتيا د وزير د مالوتو پر اساس د تازه پېښو په ثبت سره افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۱۲۲۶ تنو ته ورسېد. 

فيروز اليد فيروز همدا ډول ويلي چې له درملنې وروسته ۱۷۷ کسان له کوېډ-۱۹ جوړ شوي دي او په ټول هېواد کې تر اوسه ۴۰ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.