
په پښتو شعرکې دجنسیت ستونزه
لیکوال : ګل رحمن رحماني
موږ په یوه وړوکي موټر کې روان وو ، موټروان په ټایپ کې بېلابېلې سندرې اړولې دیوې ښځینه سندرغاړې په غږ کې یوه سندره لکه چې دموټر وان هم خوښه شوه نوځکه خو یې پرېښوده او سریې ورسره خوځولو سندره دپښتو ژبې دیوې مشهورې او ځوانې سندرغاړې په غږکې وه چې اوس مهال ښه نوم اومقام لري ډېره مشهوره سندره وه چې ویل یې
مېنې لېونۍ کړمه ـــــــــ ښکلی مې جانان دی
ګرځم لېونی په غرو ـــــــــ څېرې مې ګرېوان دی
سندره له شوخې موسیقۍ سره روانه وه ډېرو یې یوازې دساز اوسرود صفت کاوه خو شعر ته یې ښايي دډېرو کموکسانو پام وو ملګري مې راته ویل چې ښځه هم د لېونتوب دې مرحلې ته رسیږي چې ګرېوان څېرې کړي ؟
زما په ځای یوه بل کس ځواب ورکړ:
هو کیږي خو ګرېوان نه څېروي او یا خو ما نه دي لېدلې ټولو وخندل یوه بل کس پسې راغږ کړ
دښځې چې ګرېوان څېرې شو نو څه غرت ورته پاتې شو ؟
بل ملګري مو ځواب ورکړ
لېونیان په عزت اوشرافت څه خبر دی رسم اوعنعنات هغوی ته هېڅ مانا نه لري نه دې دي اورېدلي چې
زه داهسې دېوانه او جنون چاکړم
له رواجه له رسومه بېرون چاکړم
یوه بل ملګري مې راغږ کړ
دلېونو سره مې پریږدئ
زما یې خوښ دي داشلېدلي ګرېوانونه
بس نور نو ټولو ته دخبرو موضوع پیدا وه او سندره له ټولو هېره شوه زه پوهېدم او په دې اړه مې سوچ کاوه چې دملګري مې مهم ټکي ته پام شوی دی دهغه پوښتنه په ځای ده خو شاید چې ددې نورو ملګرو مې چې اوس یې یوازې دلېونیانو او شلېدلو ګرېوانونو کیسې کولې سر ورباندې نه وي خلاص شوی مایوځل پخواهم په پښتو شعر کې دجنسیت دغه ټکې ته پام اوښتې وو اوهغه وخت چې په ټولګي کې مې یوه دوست خپل غزل دکتنې له پاره راکړ خو چې کله مې شعر ټول ولوست نو داسې مې حس کړه لکه کومه نجلۍ چې لیکلی وي ځکه په ډېرو بیتونوکې یې سره لاسونه ، سمسورې زلفې ، کاکل ، ګودر ته تګ او نور ګڼ داسې څېزونه یاد شوي وو چې باید ښځینه شاعرې په خپل شعر کې کارولی وي کله مې چې دهغه شاعر نه په دې اړه پوښتنه وکړه نو ویل یې چې شعر مې ښځو ته لیکلی هغوی یې دې ووایي او دغه ستونزه به یې حل شي .دلیل یې داوو چې ښځینه شعرونه کم دي که یې دوی ورته ونه لیکي نوټول شعرونه به دهغه خبره نارینه وي اوښځې به خفه شي .خونن چې مې بیا دغه سندره واورېده نو ښه مې وګڼله چې په دې اړه دیو څه لیکل ضرور دي .
اول به خپله دغه سندرې ته تم شو ریښتیا هم په شعر او ادبیاتو کې دلیونتوب او څېرې ګرېوان خبره اکثره دنارینه لېونیانو له پاره ده چې دخپلې معشوقې په مینه کې له کلي او ښاره وځي بیابانونو ، صحراګانو او دښتو ته ځي اوهلته دمجنون غوندې څېرې ګرېون ګرځي او ګڼ کسان هم په شعر کې له دغه ټکي سره اشنا دي خو په پښتنې ټولنه کې به مو کله هم نه وي لیدلې چې یوه ښځه دې له مینه کې له ځانه دومره ورکه شي چې کور کلی دې هېر کړي او خپل ګرېوان دې څېرې کړي ځکه پښتني محدویتونه او یا معیارونه دغه خبره نه قبلوي او لېونیانو ته هم درنښت ورکوي .
شاید چې په دې سندره کې شاعر نه وي ملامت خو ملامتیا په سندرغاړې که ده چې شعر یې سندرې ته ټاکلی همدغه شعر دپښتو ژبې تکړه سندرغاړي بریالي صمدي بیا په ډېر ښه انداز ویلی دی چې ښکلی ورسره ښکاري او ورسره ښايي چې ګرېوان یې څېرې وي .همدغه ستونزه د نعیم طوري په اواز کې چې له ادبیاتو سره هم اشنا دی شته او دلته شاعر هم ملامت دی ده درحمت شاه سائل یو شعر کې هم شته چې یونیم بیتي یې دادی
(( که لېونی مې نه کړې زه به لېونۍ نه یمه ــــــــ ځه که نه ګورو به جانانه ))
دلته هم شاعر چې نارینه دی ښځینه احساس څرګند کړی اوهم سندرغاړي دغه خبره پسې اوږده کړې او سندره یې په دومره درد ویلي چې سړی حيرانوي خو له بده مرغه چې ددومره ښکلا سره سره یې جنسیت ته پا م نه دی کړی .
په روانې لحاظ هم یو نارینه دښځینه داحساس او فکر ترجمان نه دی او نه په پوره مانا سره دښځې دروني احساسات ،خیالونه ، محرومیتونه او غوښتنې انځورولی شي او نه هم ښځینه دا وړتیا لري که څه هم چې ډېر نږدې ژوند یې کړی وي که وې هم نو ایا نارینه ولې خپل احساس نه لري ؟دی دښځینه وو استازی دی ؟ او یا ولې ښځینه خپل احساس خپله نه څرګندوي ؟ لکه څرنګه چې ښځنیه هم دغه ستونزه لري او کله کله په خپل شعر کې نارینه احساس بیانوي نوشاید ډېر کسان دغه خبره مطرح کړي چې ښځینه شاعرانې په پښتو ژبه کې کمې دي یا کې وي هم نو دبیان ددازادۍ دنشتوالي او ټولنیزو محدود یتونو په سبب خپل خیال اونظر په شعر کې نه شي څرګندولی ، دنورو ټولنیزو محرومیتوغوندې په خپل شاعرانه ژوند کې ځوریږي نو مجبور وي چې یا په مستعار نوم او یاهم دنارینه په احساس کې خپل ټولنې ته وړاندې کړي دغه دلیل هم شاید تر ډېره په ځای وي خو شته داسې شاعرانې چې ددې محدویتونو سره سره یې خپله دنده ترسره کړې او خپل احساس یې په ډاګه څرګندکړی دی چې بېلګې یې دحسینه ګل ، نبیله غزل ،صفیه صدیقي ، پروین ملال، کبرا مایار اونورو په شعرونو کې موندلی شو چې واقعاپه پښتو شعر کې یې دښه دښځینه احساس ښه استازولي کړېده دلته به دپښتو ژبې دیوې ځوانې شاعرې عابدې سادات شاعرۍ ته چې زه یې اوس اوس له شعرونو سره اشنا شوی یم لږ تم شو .
دښځینه لېونتوب او څېرې ګرېوان خبره دغه اغلې شاعرې هم په یوه غزل کې یاده کړې ده چې موږ به یې ټول غزل را واخلو .
زما په زړه کې اوسه یاره زړه مې نه صبریږی
درپسې یمه ناقراره زړه مې نه صبریږي
هرخواچې ګورمه دا ستا تصویرمې سترګوکې وي
یاد دې ویستلې یم له کاره زړه مې نه صبریږي
که په تهمت باندې درنګ شمه پروا نه لري
هېڅ نه ویریږمه له داره زړه مې نه صبریږي
لاس اوپښې وهم خوهېڅ دلامبوچل نه راځي
دعشق دریاب کې شوم ګذاره زړه مې نه صبریږي
هر لوی اختر درکې ټال اچوي دکلي پېغلې
څومره خوشبخته یې چیناره ! زړه مې نه صبریږي
څېرې ګریوان عابدې ګرځمه اوس ستامینه کې
په لیونیانو کې مې شماره زړه مې نه صبریږي
داغلې عابدې دغه غزل ډېر ښکلی پیل شوی ، مطلع یې په زړه پورې او هڅوونکې ده او دجنسیت توپیر په کې ځکه نشته چې دواړو خوا وو ته اوړي ، نارینه او ښځینه دوړاړه یې دخپل احساس څرګندوی بللی شي خو په دویم بیت کې بیا څرګنديږي چې خیال اوفکر دیوې ښځینه شاعرې دی
هرخواچې ګورمه دا ستا تصویرمې سترګوکې وي
یاد دې ویستلې یم له کاره زړه مې نه صبریږي
نور بیتونه هم دغزل دمطلع په څېر دی اوس اصلي خبره په مقطع کې ده هلته لولو چې
څېرې ګریوان عابدې ګرځمه اوس ستامینه کې
په لیونیانو کې مې شماره زړه مې نه صبریږي
دلته بیا هم دوه ستونزې دي مطلع داسې راغلې لکه بل نارینه شاعر چې چاته ویلې وي او عابدې په کې ځان خپل مخاطب ګرځولی دی چې ښه والی یې نه شوبللی او باید خپله دزړه خبره یې کړې وی او که خبره بیا خپله دشاعرې اړخ ته واړوو نو همغه ستونزه په کې راځي لکه په سرکې مو چې په سندره کې مطرح کړې وه شاید دغه ستونزه نه وي چې شاعر دغزل په مطلع کې ځان دخپل ځان مخاطب کړي خو دجنسیت احساس ته باید پام وکړي .استاد نورالحبیب نثار وايي :
نثاره خطاکاره څوچې لارې ته سم نه شې
وهي به دې همداسې قرانونه غرونه غرونه
اویالکه یو بل شاعر جیلاني جلان چې وايي :
جلانه اوس مې دسره لاس دسمال ښکاره ګرځوه
اوس ستا په نوم خپلو همزولو کې بدنامه یمه
دجنسیت د اظهار په برخه کې لومړی بیت دنارینه جنسیت ښه څرګندوی دی خو په دویم بیت کې بیا خبره له نارینه شاعرۍ اوړي او یو ښځینه احساس او جنسیت څرګندوي .دعابدې سادات په یوه بل غزل کې دڅېرې ګرېوان اولېونتوب خبره په ډېر هنر ، مهارت اوښکلا سره بیان شوې ده
روح مې شه ژوندون مه شه ارمان مې شه
سوال کومه ښکلیه چې جانان مې شه
ستا قاتل قاتل نظر ویشتلی دی
ګرانه ددې خوږ زړګي درمان مې شه
هېڅ دعشق منزل ته نه رسیږمه
راشه ورکولاروکې کاروان مې شه
تاته به بې حده مینه درکړمه
یاره ته په سرو شونډو پیزوان مې شه
سر اومال به ټول درنه قربان کړمه
دومره درته وایم چې جانان مې شه
حال مې عابدې دلېونو شولو
تار اوس دریښې رېښې ګریوان مې شه
مطلع یې ښه اوپه زړه پورې ده دیوه ښه ښځینه احساس څرګندونه کوي له نور غزل به تېر شو اوکه مقطع ته راشو نو څېرې ګرېوان ته په اشارې سره یې دغه خبره داځل له هغه وړاندې غزل په مهارت سره بیان کړې ده
حال مې عابدې دلېونو شولو
تار اوس درېښې رېښې ګرېوان مې شه
دشعر په اړه په یوه ایراني تعریف کې راځي چې ((شعر صدای دل در بامداد تنهایست )) که شعر ریښتا هم دیوزېتوب او تنهایۍ غږ وبولو نو بیا لازمه ده چې دیوازيتوب او درد په دغه صحرا کې ښه په زوره زوره وژاړو ، زړه ښه تش کړو ځکه چې په اوښکو تویېدو او ژړا سره غمونه سپکیږي او درد له اوښکو سره زموږ له زړه نه راوځي خو دغه ژړا مو باید تقلیدي نه وي په طبعي ډول په خپل غږ او فریاد کې چیغې او نارې ووهو که دبل چا پېښې وې نو شاید چې دغه فریاد مو څوک اغېزمن نه کړي اغېزمن څه چې پېښې او تقلید به یې وګڼي او راپورې وبه خاندي .
کله چې بیا شاعري له طبیعي رنګ او فطري ښکلا نه ووځي د زور او تصنع نه جوړه شاعري شي نو بیا دنورو ستونزو ترڅنګ دغه خبره هم په کې مطرح کېږي ځینې وخت شاعران فرمایشي شاعري کوي دښځینه سندرو غاړو په خوښه شاعري کوي نو ځکه دجنسیت ستونزه په کې رامینځ ته کیږې چې ښه بېلګه یې دښاغلي شفیع الله بابرزي شاعري ده چې دېر ځله پرې دښځینه شاعرۍ اطلاق کیږي باید ووایو چې په پښتو شاعرۍ کې دغه ستونزه موجوده او باید چې ښځینه اونارینه شاعران یو دبل استازولي ونه کړي یوازې دخپل ځان استازي وي ددې ګټې به ادب ته زیاتې وي خو کولی شو ځینې په دې ډول یادې کړو
۱- دشاعرانو پېژندل .
۲-دکره کتنې په مهال دشعر په اړه عالمانه قضاوت او سمه پرېکړه
۳-په راتلونکو زمانوکې دادب تاریخ لیکونکو او تذکره لیکونکو له پاره دکار او څېړنې اسانتیا له ابهام او شک نه ځان ساتل .
۳-په شاعرۍ کې په رسا ډول دښځو دغږ او محرومیتونو انعکاس چې تر نارینه وو ورباندې ښه توانیږې .
۴-په شاعرۍ کې دښکلا ، مانا او خوند پید اکول .
۵-دلوستونکو نه تېرایستل او په شعرلا ښه پوهېدل
۶- دنورو ژبو اوکره کتونکو له نیوکو او منفي نظریاتو دځان خلاصول .
۷- په شعر کې دزور ، قوت ، اغېز او تاثیر پیدا کول .
۸- دشعر تلپاتې والی ، سپېڅلیتا ، ښکلا ،مفهوم، شعریت او مانا پاتې کېدل اوله بازاري توبه ژغورل .
که ولسي ادب ته راشو هلته تر ډېره پورې دغه ستونزه حل ده او دجنسیت ستونزه دومره په کې نه تر سترګو کیږي چې دبېلګې په توګه لنډۍ یادولی شو داچې لنډې اکثره دښځینه وو له خوا ویل شوي نو ځکه یې اکثره له نارینه احساس نه ډکې دي چې یو څو بېلکې به یې دلته په ګډه سره ووایو
جانان مې سر په وطن کېښود
په تار دزلفو په کفن ورته ګنډمه
مساپرې په بې غمي کړه
زه پښتنه یم په نامه دې ناسته یمه
مساپر تلې درجګه نه شوم
تر پښتو مې لاندې شول دزلفو تنابونه
پورتنۍ درې ټپې دښځینه احساس شهکاره څرګندویه ټپې دي چې زموږ پورتنۍ نهه مادې ټولې په کې نغښتې او هرڅوک ځان ته را کاږي او همدغه زړه راښکونتیا په کې له ویرې پرته داحساس او ښځینه جنسیت څرګندونه ده خو داسې ټپې هم شته چې هغه بیا نارینه احساس څرګندوي او کارونکي یې باید نارینه وي موږ یې ځکه شاعر نه شو معلومولی چې دلنډیو شاعر معلوم نه وي چې یو څوبېلګې به یې دلته وړاندې کړو.
بڼګړې نیم ښکته کړه نیم پورته
چې په مړوند باندې دسر ولګومه
په جینکو کې پټه مه ځه
د ظالم لوري زه دپلونه پېژنمه
جینۍ دغرونو منګرۍ وه
دزهرو ډکه خوله یې راکړه مړ به شمه
داټول دیوه نارینه احساس او جنسیت څرګندوي او هېڅوک هم دانه وايي چې ګنې دغه ټپې دې دښځینه وو له خوا ویل شوي وي دخوند او ښکلا یو ستر لامل یې هم همدغه ټکی دی خو په ولسي اوعروضي شاعرۍ دواړو کې دریمه داسې برخه هم شته چې نه یې دنارینه احساس اونه هم دښځینه احساس اوجنسیت استازې او څرګندوی بللی شو چې دبېلګې په توګه به دغه یو څو ټپې وړاندې کړو .
دجانان کور مخ په قبله دی
لمونځ مې بانه دی دخپل یار دیدن کومه
جانان مې ځي ترشا راګوري
په پرهاري زړګي مې مالګې دوړوینه
په صبر صبر پوره نه شو ه
سبا مې نیت دی بې صبرۍ ته ملا تړمه
دغه او دې ته ورته ټپې هم دنارینه او هم دښځینه احساس څرکندولی شي یا په بل عبارت دښځینه او نارینه جنسیت له پاره په مشترکه توګه کاریږي .
په دې هیله چې دپښتو ژبې اوسني شاعران دغه خبره درک کړي او هرڅه ته دخپل جنسیت له اینې څخه وګوري خو داپه دې مانا نه ده چې دحال ژبه ګونګه کړي دحال ژبه خپل مقام لري خو هلته هم باید تر ډېره دغه ټکې زموږ په نظر کې وي اوکله هم مفهوم دشعر په بازار کې ونه پلورو شاعر باید یوازې شاعر وي دالفاظو سوداګر نه بلکې انځورګر او زرګر پاتې شي .خپلې خبرې به دګران شاعر فرید نوښت په دې ښکلو بیتونو پای ته ورسوم
دمینې باغ ، د عاطفو ځاله یې رڼګه کړله
خدایه ته ورکې کړې دنرخ او دبازار غزلې
د قبر خوله مې دشعرونو په کتاب وتړئ
چې مې دخاورو په ځای واخلي ټول مزار غزلې
۱۳۸۹/۱۰/۲- ثمرکولتوري موسیسې دفتر