د بلخ عامې روغتيا رياست يې پايله منفي ښوودلې وه؛ خو کرونا تېره ورځ د ډاکټر پويا عزيزي ژوند واخېست 

روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، ډاکټر محمد داوود پويا عزيزي د جراحۍ برخه ډاکټر وو چې تېره ورځ جوزجان  کې د کرونا ويروس له امله يې ژوند له لاسه ورکړ. دی شپږ ورځې وړاندې معاينه شوی وو او نتيجه يې منفي وه. 

ډاکټر  محمد داوود پويا عزيزي شپږ ورځې وړاندې د کرونا يو شمېر نښې درلودې، د بلخ روغتون کې يې معاينه وشوه او ورته وويل شول چې په کرونا ويروس نه دی ککړ او پايله يې منفي ده. 

دغه ډاکټر نېږدې شپږ ورځې په کورني قرنطين کې  تېرې کړې او تېره ورځ پر د ساه لنډوالي حمله راغله او ومړ. 

د بلخ عامې روغتيا رياست وايي چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې دا شونتيا شته چې د کرونا ويروس د ټېسټ پايله منفي او يا مثبت را ووځي او دا يوه لابرارتوري ستونزه ده. 

ډاکټر محمد داوود پويا عزيزي ۴۰ کلن وو او له تېرو ۹ کالونو يې جوزجان کې د جراحۍ برخه کې دنده درلوده.