كه د سپرلي بادونه، نه واى كهكه خانګو نه كړاى اتڼونه كه ګل وږمې نه خوريدلاى كه پرخه نه را اوريدلاى كه د سيندونو غنګى نه واى كه ستوري واى او سپوږمۍ نه واى كه د كوچيانو ها، ها نه واى كه په رمو كې ګونګري نه واى كه اوښ غړانګې نه ويستلاى كه كيږدۍ نه راڅڅيدلاى كه كلى ټول په خوب ويده واى كه سپي نيولې چوپه خوله واى كه غدۍ غلې تيريدلاى كه پيره دار دريژنه ويلاى كه زولنې نه شرنګيدلاى كه ليوني نه خنديدلاى كه د اسونو شيشنى نه واى كه جوړ شرنګى د تورو نه واى كه سپاره نه واى پلي نه واى كه يتيم نكړاى فريادونه كه د شهيد روح په كرار واى كه جنډې باد نه رپولاى كه بلينډې نه ځليدلاى كه د ويشتلي زړه ويرنه واى كه د زړه ور، نه ټكيدلاى كه جانان نه راياديدلاى كه انديښنې مې نه كولاى كه ما خوبونه،نه ليدلاى كه ښاپيرۍ د الهام نه واى كه شاعرنه واى مين نه واى كه مې لالى جادوګر نه واى په نيمو شپو به كټ كې ولې پاڅيدمه 18 /10 / 1380ل، هـ
وروستي