شوې پورته له مزار دې بلينډې متون بابا
روښانه دې په شپه كې شوې جندې متون بابا
ضرور به نن په شنه جوړه كې خوست جانان رادرومي
پرون پرې د سرو اور وې غرغنډې متون بابا
اټن به وْ غور ځي به و، نارې به وې د ژڼيو
هر كال به دا جشنونه وو، ميلې متون بابا
له كيكار كه واخله ټول ترميت سيګي ويده دي
پرټنډو به يې ښى لاس تيروې متون بابا
د جنګ سندرې نه بولو، له جنګ سره مو ورانه
پرشونډو مو د مينې ترانې متون بابا
په شرنګ راځي يو ستوى ليك د سوبې سپين اسونه
سپاره يې شاعران په لاس نيزې متون بابا
موږ داسې ويشتندي او ميړني لرل وطن كې
هوا كې به مرغۍ ترې ډاريدې متون بابا
چې ستا زيتون ته لاس غځوي غره ته دې بدګوري
لاسونه يې كړه وچ سترګې كږې متون بابا
چې چير ته ملاتړلى سړى ګورم ژړا راشي
پكې، مې د ورك يار وي نښانې متون بابا
ځولۍ د تفزل مې څيرې، ويرې ده راوړې
په ستن د تنخيل به يې ګنډې متون بابا
يو سپين غر فاصله تر خيالي ګره ننګرهاره
راوړه ترې د نارنج د ګل وږمې متون بابا
راشنه به شي سپرلي په خوب مې داسې مست ليدې
د شنه نښتر په څير څڼې څنډې متون بابا
خوست – 1380 هـ. ل كال
د پسرلي لومړۍ نيټه
وروستي