له روان بحراني حالت ناهیلي او راتلونکي ته اندېښنه؛ ولس څه غواړي؟

له روان بحراني حالت ناهیلي او راتلونکي ته اندېښنه؛ ولس څه غواړي؟
 لنډیز:
افغانستان دا مهال له څو اړخونو له بحران سره مخ دی او که حالت همداسې دوام کوي، نو دا د کړنګ پرغاړه ولاړ هیواد به د تباهۍ لویې کندې ته وغورځي.
 
کرونا مرض، د واک پر ویش سیاسي ناندرۍ، فقر/ بیوزلي، د سولې پڅ بهیر او د جګړې تازه څپې هغه تر ټولو مهم بحثونه دي، چې دا مهال یې د ولس اذهان نسبتاً زیات مغشوش کړي او د هیواد راتلونکی ورته خورا تیاره ښکاري.
 
 خو د دې ټولو تشویشونو ترمنځ افغانان د واک ویش او یو ځل بیا د دوه سري حکومت جوړول تر ټولو لویه تیروتنه ګڼي، چې جبران به یې خورا ستونزمن او د هیواد راتلونکی به له هره اړخه سخت وځپي.
 
افغان ولس د حکومت او طالبانو ترمنځ عمومي اوربند اړتیا او اوس مهال کې له اړمنو سره پر مرستې او لاسنیوي ټینګار کوي. 
 
په عین وخت کې عام ولس هیله لري، چې په دې حساسو شرایطو کې ټول افغانان (خاص او عام، لوړپوړي او ټيټ پوړي) د هیواد دغه نازک وضعیت، تیرو بې عدالتیو او ناخوالو په درک او زموږ پر هیواد راغلیو زیاتو مصیبتونو ته په پاملرنه،  د ګران افغانستان او خلکو لپاره لویې قربانۍ ته تیار شي.
 
۱-افغانستان او د کرونا ناروغي
کرونا مرض چې د ویروسونو مجموعه، وژونکې او ساري ناروغي ده؛ دا مهال په ټوله نړۍ کې په یو لوی سرخوږي بدله شوې ده. 
دغه نړیواله وبا چې په ۲۰۱۹م کال د چین په وهان ښار کې رامنځته شوه؛ په اوس کې یې د نړۍ له ۲۰۰زیاتو هیوادونو ته سرایت کړی؛ له سل زرو زیات کسان یې وژلي او په میلیونونو نور ورباندې اخته شوي دي. 
 
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی، چې په سلګونو وګړي یې پر کرونا مرض اخته شوي او لسګونه نور ترې وژل شوي دي او اټکل دی چې ډیر نور به هم پرې اخته شي.
 
دغه ناروغۍ ته د نړۍ مشهورو درمل جوړونکو ادارو او همداشان علمي مراکزو د درمل/ واکسین جوړولو هڅې وکړې؛ خو تر دې دمه د ټولو هڅې ناکامې دي او هیڅ درمل یې نه دي پیدا شوي. 
 
کرونا چې درمل/ تداوي نه لري او ډاکټران یې یوازینۍ وقایه په کور پاتې کیدل، ځان پاک ساتل او د هغو خوراکونو کول چې ويټامین سي لري بولي. 
 
په نړیواله کچه او افغانستان کې د روغتیاپالانو د ذکر شویو لارښوونو نه مراعاتول، په کور نه پاتې کیدل او له ګڼې ګونې ځان نا ساتل ښایي هغه لاملومنه وي، چې د افغانستان ترڅنګ یې د نړۍ قوي اقتصاد لرونکي او پرمختللي هیوادونه  د یادې ناروغۍ د چټک سرایت په مخنیوي کې پاتې راوستلي.
 
 دلته د کرونا پر وړاندې مبارزه ولې سخته ده؟
 ستونزې
افغانستان چې یو جګړه ځپلی هیواد دی او له نیمایي زیات نفوس یې د فقر له کچې ټيټ ژوند لري د کرونا مرض پکې تر نورو هیوادونه لوی ګواښ بلل کیږي.
 
دلته له کرونا سره مبارزه ځکه سخته ده، چې د ښارونو کرنټین کیدو په وجه ډیری هغه خلک چې ورځینی نفقه یې برابروله، نهر ویده کیږي.
 
دلته د نورو هیوادونو په شان د برښنا بېل، د کور کرایه، د اوبو بېل او... نه دي معاف شوي. سره له دې چې ډیر کم خلک کاروبار/ دندې لري، خو د کرونا په وجه د کارونو ټکني کیدلو د هغوی پر ژوند هم بد اغیز کړی؛ ځکه دلته دنورې نړۍ په شان پر کور معاش، یا نیمايي اجوره هم نه ورکول کیږي.
 
د خوراکي توکیو بیې دومره لوړې شوې، چې حد نه لري. 
روغتیایي خدمات ان هیڅ د پرتلې وړ نه دي؛ نوره نړۍ کې روغتیاپالان تر کورونو ورځي ؛ خو دلته افغانستان کې په روغتونونو کې هم دکرونا ناروغانو ته د بستر/ کرنټین سهولت نه شته. تاسو به د بهترین پکتیاوال هغه ویډیو چې پر سوشیل ميډیا کې ښکته پورته کیږي لیدلې وي، چې د کرونا پر وړاندې د افغان دولت او روغتیا وزارت له کم کارۍ پرده پورته کوي. 
 
یوه بله جدي مسئله په کلیو او بانډو کې د دیني عالمانو/ ملاامامانو لخوا د روغتیایي لارښوونو بابیزه ګڼل هم دي؛ چې په وجه یې عام خلک د ډاکټرانو سپارښتنې نه مني او تدابیر نه نیسي.
 
 بهرنۍ مرستې او فساد
سره له دې چې افغان دولت له نړیوالو څخه د کرونا د مبارزې په نوم سلګونه میلیونونو ډالر مرسته ترلاسه کړې؛ خو د خلکو د غوښتنې او اړتیا وړ خدمات نه دي وړاندې شوي.
 
باید یاده کړو، چې د کرونا سره د مبارزې لپاره اروپايي ټولنې ۱۱۷میلیونه یورو ، نړیوال بانک ۱۰۴میلیونه ډالر، اسیایي بانک ۴۰میلیونه ډالر او د امریکا سفارت ۱۵میلیونه ډالر مرسته کړيده. دا هغه نږدې ۳۰۰ملیونه ډالره مرستې دي، چې تر اوسه رسنیزې شوې دي.
 
خو افغان دولت له دومره مرستو سره سره څه ډول چې په کار ده، کار نه دی کړی او شنونکي او ان عام وګړي په دې برخه کې د دولتي چارواکو په فساد بحثونه کوي. د کرونا سره د مبارزې په برخه کې په عامه پوهاوي د ۲۷میلیونه افغانیو مصرف او یوې کورنۍ ته یوازې د څلورنیمو کیلو غنمو مرسته، هغه دوه رشخندي او په عین حال کې خواشینوونکي موضوعات دي، چې په همدې برخه کې د فساد، کم کارۍ او ناغیړۍ چیغې وهي.
 
 روانه جګړه
له بله پلوه وسلوال طالبان هم د کرونا پر وړاندې د مبارزې په ټکني کولو تورن شوي. د افغانستان لپاره د ناټو ځانګړي استازي ویلي، چې د طالبانو لخوا روانې جګړې په افغانستان کې د دکرونا پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده. کومه ادعا چې  تر ډیره یې عام ولس هم تائیدوي. پر سوشیل مېډیا ګڼ فعالان له طالبانو غواړي، چې د مسؤلیت په اساس دې د کرونا سره مبارزه وکړي؛ که دا نه کوي، نو لږ تر لږه دې د کرونا تر ختمیدو اوربند وکړي او افغان دولت دې له کرونا سره مبارزې ته پریږدي.
 
عام نظر دا دی، چې که هغه پیسې چې په روانه جګړه مصرفیږي د اوربند په برکت د کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شي نو په همدې برخه کې خورا اغیزمنې تمامیدلای شي.
 
۲-د واک ویش پر سر سیاسي ناندرۍ
 ستونزه او اندېښنې
کابو دوه میاشتې کیږي، چې افغانستان کې یو ځل بیا د واک پر سر کش و ګیر روان دی او د دې بدبختۍ ستره بیه غریب ولس پرې کوي.
افغانستان کې د ۲۰۱۹م کال ولسمشریزې ټاکنې له پیله جنجالمنې وې او پیل یې په ګواښونو، خبرداریو، منلو او نه منلو شوی ؤ.
 
خو هغه وخت چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر غني د ۵۰،۶۴سلنه رايو په ګټلو سره په لومړي پړاو کې ګټونکی اعلان کړ، نو د ټاکنو څخه راپورته شویو سیاسي ناندریو زور واخېست.
 
ځکه د ثبات او همپالنې ټیم مشر او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اعلان شوې پایله و نه منله او په یادو ټاکنو کې یې خپل ځان بریالی وباله.
 
خبرداري، ګواښونه، پر یو بل نیوکې او تورونه، ناحقه ګمارنې او... هغه څه وو، چې د دواړو لوریو ترمنځ یې کړکیچ لاپسې سخت کړ.
 
له دې نور هم یو ګام وړاندې په لومړي ځل د افغانستان او نړۍ په تاریخ کې په یو هیواد کې دوه تنو په یوه ورځ او وخت د جمهور رئیس په توګه سوګند یاد کړ.  ولسمشر محمد اشرف غني د منتخب ولسمشر او عبدالله عبدالله بیا د همه شموله حکومت د رئیس په توګه لوړه وکړه.
 
د عبدالله عبدالله لخوا د خیالي او موازي (همه شموله)  حکومت اعلان، د ولسمشر په توګه لوړه کول، د والیانو ټاکل او ځینې نورو غیر قانوني کړنو د هیواد سیاسي وضعه لا پسې خرابه کړه او په هیواد د ننه او له هیواد بهر یې د خبرونو سرټکي جوړ کړل.
 
عام خلک ان تر دې اندېښمن شول، چې کیدای شي، هیواد یو ځل بیا ۱۹۷۰یمو کالونو ته لاړ شي او کورنۍ جګړې پیل شي.
 
 د حل هڅه
په کور دننه یو شمیر سیاستوالو او مشرانو د غني او عبدالله ترمنځ د جنجال حل هڅې وکړې، خو ستونزه حل نه شوه؛ ولې جرګې او مرکې ادامه لري.
 
د کورنیو هڅو په منځ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو راتګ عام ولس ته د ۲۰۱۴م کال د واک ویش سناریو د تکرار اندېښنه پیدا کړه. هره شېبه د ولس غوږونه بریدل، چې خدای مه کړه، بیا به د دوه سري حکومت د اعلان خبر اوري.
 
خو مایک پمپیو هم د ښکیلو لوریو ترمنځ په جوړه کولو کې ناکام شو او خپل هیواد ته له ستنیدو سره سم د امریکا یو میلیارد ډالري مرسته هم په دې اړمن وخت کې پر افغانستان د سیاسي کرکیچ په وجه بنده شوه.
 
باید یاده کړو، چې اوس هم په کور د ننه او بهر په افغانستان کې د روان سیاسي جنجال د حل هڅه روانه ده.
 
 اوسنی علت
ښکلیل اړخونه (محمد اشرف غني او عبدالله) یو بل باندې له واک څخه د ناوړه استفادې، غیر قانوني غوښتنو او د اساسي قانون په نقض تورنوي او په ورته مهال د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله بیا بیا خبرداري هم ورکوي؛ چې که غوښتنې یې و نه منل شي نو دوی به خپل اجرات (د موازي حکومت د کابینې اعلان هم پکې شامل دی) وکړي. کوم چې  شنونکي یې پایله په ښکاره او لوی لاس هیواد د بحران کندې ته ټیل وهل بولي.
 
ولې عام باور دا دی، چې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله یو ځل بیا د ۵۰-۵۰واک شریکولو هڅه کوي او دوی د خپل همدې هدف تر لاسه کولو په لار کې د هیواد او ملت پر هیڅ ارزښت هم بریک نه نیسي.
 
 پر ولس یې ناړوه اغیز
په کور دننه که څه هم ارګ او حکومت د روان کړکيچ په وجه د خلکو پر ژوند ناسم اغیز رد کړی؛ خو دا ښکاره واقعیت دی، چې د همدې جنجالونو په وجه له لویو کاروبارونو نیولې بیا تر کوچنیو کاروبارونو پورې اغیزمن شوي او پانګه وال د هیواد په روان وضعیت بې باوره شوې دي او نوې پانګه اچونې ته زړه نه شي ښه کولای.
 
د کرونا ترڅنګ روان سیاسي کشمکش هم په دې حساس وخت کې د هیواد اقتصاد ته ډیر زیان رسولی.
 
په داسې حال کې چې خلک د کرونا په وجه کرنټین دي؛ کارو بار په ټپه دریدلی او ان شپې سبا کولو لپاره یو ګوله ډوډۍ نه لري؛ مجبور دي، چې د خپلو خودغرضه او بې پروا سیاستوالو په وجه د هیواد لپاره لویه بیه پریکړي.
 
 د ولس غوښتنه
که څه هم وړاندې هم بهرنیو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د روان سیاسي کشمکش د حل غوښتنه کړې خو تازه د اروپایي ټولنې اعلامیه چې د سیاسي جوړجاړي  غوښتنه کوي او په عین زمان کې د غني او عبدالله د ټیمونو ترمنځ د واک پر ویش د صلاح کیدو ګنګوسې هغه څه دي، چې خلک یې په اړه اندېښنه څرګندوي.
 
که څه هم د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې یوازې له دواړو مشرانو د سیاسي جوړجاړي غوښتنه شوې؛ خو  د ځینو سرچینو هغه څرګندونو ته، چې ګني عبدالله ته بیا د سیاسي جوړجاړي په نوم په دولت کې ناجائز سهم ورکول کیږي، یاده اعلامیه قوت وربښي.
 
په هیواد کې عام نظر دا دی، چې په هیڅ پلمه باید د ۲۰۱۴م کال سناریو تکرار نه شي او دوه سری حکومت ته زمینه مساعده نه شي.
 
د پژواک خبري اژانس پر فیسبوک پاڼه د همدې موضوع اړوند یوې پوښتنې په ځواب کې له اتیا سلنه پورته کسانو د سیاسي جوړجاړي په نوم د واک له ویش او او دوه سرۍ سره په مخالفت کې رایه ورکړې ده.
 
عموماً د خلکو نظر دا دی، چې د ملي وحدت په څیر دوه سري حکومتونه په هیواد کې له روان وضعیت سره مبارزه نه شي کولای او ستونزې ایجادوي.
 
عام خلک تر ډیره په هیواد کې فقر/ بیوزلي، اقتصادي ځوړ، سیاسي او امنیتي ستونزې د ملي وحدت حکومت د ناکامیو پایله بولي.
 
دوی وايي په اوس کې د سولې پروسه او له کرونا سره مبارزه هغه څه دي، چې که یو ځل بیا دوه سری حکومت حاکم شي، نو دواړه به ناکامې شي.
 
یوه بله مهمه وړاندوینه داده، چې که دا ځل ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله یو ځل بیا معامله وکړه او د خلکو رایه بابیزه وګڼل شوه؛ نو په افغانستان کې به بیا ټاکنې چې د دیموکراسۍ کلیدي اصل بلل کیږي، رشخند (نشخند) شي او بیا ځل لپاره به لس سلنه افغانان هم په ټاکنو کې ګډون و نه کړي.
 
۳-د افغان ولس تر ټولو ستر ارمان چا ترې ستوني نیولی؟
وروسته له هغه چې د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، نو افغانستان کې سولې ته د رسیدو هیلې ډیرې شوې.
 
داسې چې خلکو فکر کاوه، چې ژر تر ژره به په هیواد کې سرتاسري اوربند قایم او سولې ته به لاره هواره شي.
خو دغه فکر هم تر اوسه یوازې یو خیال او خوب دی، چې رښتیا کیدل یې د ښکیلو اړخونو صداقت، قربانۍ او پر ولس زړه سوي ته اړتیا لري.
 
د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې د ۵۰۰۰طالب بندیانو او ۱۰۰۰حکومتي بندیانو د خوشي کولو خبره شوې، کومه چې تر اوسه باید خوشي شوي وای؛ خو تر اوسه یوازې ۳۶۰ طالب بندیان افغان حکومت او ۶۰حکومت پلوه کسان طالبانو له خپلو زندانونو ازاد کړي.
 
ځینې خلک د دواړو اړخونو لخوا د بندیانو ازادول نیک اقدام بولي؛ خو ځینې نور یې بیا یو سمبولیک، محدود خو مهم اقدام ګڼي.
 
همداشان طالبانو له امریکا سره هوکړه کې منلې وه، چې په افغانستان کې به تاوتریخوالی راکموي؛ خو هره ورځ د هیواد په بیلا بیلو برخو کې په لسګونو بریدونه چې طالب وسلوال پکې ښکیل دي ترسره کيږي. 
 
د دې ترڅنګ د افغان او ناټو ځواکونو لخوا هوایي بمبارۍ هم چې د طالبانو ترڅنګ پکې ملکیان ډير زیان ویني هم نه دي دریدلې.
په داسې حال کې چې دکرونا وبا په وجه د نړۍ په اکثره ځایونو کې اوربند عملي شوی؛ خو افغانستان کې د جګړې ښکیل اړخونه لاهم پر یو بل د ټوپک شپېلۍ یخوي.
 
حکومت او طالبان یو بل سولې ته په نه ژمنتیا او په دې برخه کې د خنډونو په جوړولو تورنوي. خو د چارو شنونکي بیا دواړو اړخونو باندې نیوکه کوي، چې ګواکې د سولې په هڅو کې رښتیني نه دي او په یوه او بله بهانه بین الافغاني خبرې، چې د روانې کشالې یوازینی حل بلل کیږي، ځنډوي.
 
افغان حکومت وايي، چې طالبان دې د حسن نیت او سولې ته رسیدو لپاره اوربند اعلان کړي؛ خو طالبان بیا د اوربند مسئله د بین الافغاني مذاکراتو اړوند موضوع بولي.
 
طالبان په یو ځل د خپلو پنځه زره بندیانو د خلاصون غوښتونکي دي؛ خو حکومت یې پرته له ضمانت خوشي کول تیروتنه بولي.
سره له دې چې پر دواړه اړخونو د نړۍوالو او په خاصه توګه د امریکا فشارونه هم شته، خو تر دامهاله یې داسې مشخصه نتیجه نه ده ورکړې؛ چې د بین الافغاني خبرو د پیل او په هیواد کې د سرتاسري اوربند لپاره زمینه مساعده کړي.
 
 د اوربند غوښتنه
په کالونو کالونو افغانان د اوربند او سولې چیغې وهي؛ هغه چیغې چې نه یې ښکیل اړخونه اوري او نه هم خاموشیږي.
تازه چې افغانستان د کرونا ویروس په وجه له جدي ګواښ سره مخ دی او په هیواد د ننه سیاسي اختلافات اوج ته رسیدلي؛ عام ولس، بیلا بیل نهادونه او ان نړیواله ټولنه د جګړې درول او اوربند یوه اړتیا بولي.
 
اروپايي ټولنې او ناټو هم پر طالبانو د اوربند غږ کړی. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې رولانډ کوبیا ویلي، په ټوله نړۍ کې بشري اوربند رامنځته شوی دی. د دې اوربند وړاندیز ملګرو ملتونو کړی دی او ګڼو هیوادونو عملي کړی دی. د کوبیا په خبره ان وسلوالو ډلو هم په نړۍ کې دغه اوربند ته غاړه ايښي او ټول د کرونا پر ضد پر مبارزه بوخت دي؛ خو په افغانستان کې د اوربند او تاوتریخوالي د کموالي هیڅ څرک نشته. کوبیا وايي، دا مسئله ځوروونکي ده. نوموړي پرښکیلو غاړو غږ کړی، چې جګړې ودروي؛ اوربند وکړي او د کرونا پر ضد مبارزه وکړي؛ څو د بشري ناورین مخنیوی وشي.
 
د دې ترڅنګ ناټو هم له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالي کې کمښت راولي او په ټوله معنا له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو په ناسته کې پرطالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، څو له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې او افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.
 
خو وسلوال طالبان د ولس، افغان حکومت او نړیوالو دغې غوښتنې په ځواب کې بیا بیا وايي، چې اوربند د بین الافغاني مذاکراتو د بحث موضوع ده. کوم څه چې سولې ته د رسیدو نیم ژوندۍ هیلې وژني.
 
په ټوله کې د خلکو غوښتنه داده، چې افغان حکومت او وسلوال طالبان باید د انعطاف پذیرۍ تګلاره خپله کړي او په هیواد کې د سولې راتګ او وینې بهیدلو د مخنیوي لپاره قربانۍ ته تیار شي.
 
ځکه چې روانه جګړه نه یوازې د سولې روانې هڅې او هیلې په اوبو لاهو کولای شي؛ بلکې ترڅنګ یې د کرونا پر وړاندې مبارزه هم ټکنۍ کړې ده. 
 
وړاندیزونه:
۱- هیواد د کرونا وژونکی ویروس له کبله سختو ستونزو او ننګونو سره مخ دی؛ د کرنټین په دې سختو ورځو شپو کې له اړمنو سره مرسته یو ملي او انساني وجیبه ده.
 
د حکومت ترڅنګ په دې برخه کې د شتمنو او ملي سوداګرو مسولیت ډیر زیات دی او باید چې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
۲-د دې لپاره چې په هیواد کې د سولې لپاره ایجاد شوی فرصت له لاسه نه وي وتلی او له کرونا سره پروخت او لازمه مبازره شوې وي؛ نو د سیاسي کرکیچ ښکیل اړخونه دې لطفاً د کنډواله هیواد او فقیر او ځوریدلي ولس لپاره پر شخصي ګټو ملي ګټو ته ترجیح ورکړي؛ د اساسي قانون احکام دې ومني او نور دې په هیواد کې له بې موجبه ستونزو جوړولو تیر شي.
 
۳-افغان حکومت او وسلوال طالبان دې د سولې لپاره شوې هڅې او رامنځته شوی نسبتاً ښه چانس له لاسه نه ورکوي او دواړه اړخونه دې سولې ته د رسیدو په خاطر خپل دریځونه نرم کړي. 
 
۴-په هیواد کې سرتاسري اوربند چې له کالونو کالونو راهیسې د افغان ولس غوښتنه ده او په اوس وخت کې یو جدي اړتیا ده؛ نو د جګړې ښکیل اړخونه دې ورته غاړه کیږدي.
 
د اوربند له اعلان سره د ښکیلو لوریو ترمنځ د باور فضاء ایجادیږي؛ سولې ته نور هم نږدې کیږو او له کرونا سره هم غوره مبارزه کولای شو.