روهي (جمعه/۲۹د د وري)، طالبانو نن ورځ د لغمان ولايت مرکز مهترلام سره نېږدې سيمه کې د بنديانو يوه شل کسيزه ډله چې د دوی په وينا د افغان حکومت عسکر دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه پر خپل ټوېټر ليکلي دي، "نن يوځل بیا هم د اسلامي امارت له خوا د کابل ادارې ۲۰ تنه نور بندي عسکر او پولیس د لغمان مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي بابا له دروازی سره خلاص شول او هریوه تن ته جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه ورکړل شوه."
د لغمان والي محمد اصف ننګ هم د دغه کسانو د خوشي کېدو پخلی کړی او ويلي دي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي چې خوشي شوي کسان د کومو ادارو اړوند دي او دا به مالومه چې خوشي شوي کسانو د حکومت اړوند دي او که ولسي وګړي دي.
له دې وړاندې طالبانو د لومړي ځل لپاره شل کسان کندهار کې خوشي کړل خو د کندهار امنيه قومندان جنرال تادين خان ويلي وو، چې خوشي بنديان حکومت نه بلکې ولسي وګړي دي.
وروستي