په نړی کې تر 300 زيات امراض د نړيوال صحي سازمان لخوا ثبت سوېدي چې هر کال په ملينو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د نوموړو امراضو زياته برخه د هوا د ککړتيا له وجې مينځته راځي د هغو بې کاره موادو ته چې په یوه چاپېریال کې ژوندیو موجوداتو ته د اختلال، نا انډولتیا او نا راحتۍ لامل کېږي، ویل کېږي.
ککړتیا کېدای شي د کيمیاوي موادو په شکل وي یا د انرژۍ په شکل لکه غږ، ګرمي یا هغې رڼا چې چاپېریال ککړ کړي. ککړوونکي مواد هغه وخت د طبیعي پدیدو له پېښېدو وروسته رامنځته کېږي او هغه وخت ککړتیا ګنل کېږي چې ددې ککړتیا حد له طبیعي شمېرې زیات شي. یا ککړتیا ضایع شوي توکي ته وایي چې هوا، خاوره یا اوبه ککړې کړي، د روغتیا نړیوال سازمان وروستي رپوټونه ښيي چې د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ میاشت کې د نړۍ د اقلیمي وضعیت په اړه راپور خپور کړ، په دې راپور کې راغلي، چې د نړۍ د ټول نفوس له هرو لسو کسانو ئې نهه نفره ککړه هوا تنفس کوي، چې دا وضعیت د درېیمې نړۍ هېوادونو کې زیات دي لکه افریقایي او آسیایي هېوادونو کې. د یاد راپور په اساس هر کال په نړۍ کې په مېلیون کسان د ککړې هوا د تنفس له امله په مختلفو تنفسي ناروغیو اخته کیږي او يوازي هر کال د سرطان مريضی څخه په نړۍ کې 9.6 ميلونه وګړې مري. او تر پنځوسو زرو ډېر افغان وګړې هر کال د هوا له ککړتیا څخه د را ولاړېدونکو ناروغیو له کبله مري.
همدا لامل دی چې په نړۍ کې د تنفسي ستونزو له کبله د افغانانو د مړینې کچه د ځینو نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده. د ځینو تولید شوو توکو سوځول، ډېر مضر زهرجن غاز هوا ته استوي چې د انسان روغتیا ته تاوان رسوي د نوې ويروس مينځته راتګ به د لسګونو ميلونو وګړو ژوند وژغوري، کرونا ویروس د هوا د ککړتيا لپاره يو طبعي استراتيژيک پلان وګڼل شو، دا چې د کرونا له منځه تلو پورې به اقليمي بدلون، د هوا ککړتيا او له دوى سره تړلي ځاني او مالي تاوانونه څومره راکم شي دا به هماغه وخت معلومه شي، خو دغه لومړنۍ احصايې چې موږ وليدې دا ثابتوي چې کرونا به له تاوان سره خوا کې د نړۍ طبيعت ته سترې ګټې هم له ځان سره ولري.
کورونا به د همداسې ویرې پربنسټ درې میراثه پرېږدي:
۱- انسان انسان ته اړ دی. هغه مشهوره وینا، چې: (انسان د انسان لیوه دی) دا مهال ځکه ورو ورو کمزورې کیږي، چې یو بل زورور لیوه راپیدا شوی دی او انسان باید بېرته کورنی ژوند پیل کړي. د کمزوریو ژویو د رمه يي ( ګله يي) ژوند یو لامل له داړونکیو ژویو د هغوی وېره ده.
۲ـ خوړو او لومړنیو ژوندتوکیو ته اړتیا به د قراردادي یا سېمبولیکې پانګې ارزښت له منځه یوسي. که د خوړو زېرمې مخ په خلاصېدو شي، هله به نو نغدې پیسې، سره زر، لوکسې ودانۍ، وروستي ماډل ګاډي او له اړتیا وتلې فیشني جامې د هیچا نه وي په کار. ښايي تر یو کیلوسروزرو د یو من الوګانو او یوې کیلو لوبیا ارزښت لوړ شي. کروړزمکه، اوبه او اوبخور، کرنه، بزګر او د خوړو تولید به لسګونه زره کاله پخوا غوندې اهمیت و ارزښت پیدا کړي.
۳ـ کورنی ژوند به بېرته خوږشي. زېږون او له کورنۍ سره اوسېدل به د سپیو او پېشو ګانو د ساتنې ځای ناستی شي، ځکه ښايي نور نو د بانکي اکونټ او کرېډېټ کارت پرځای یوه زوی او لور ته اړتیا پېښه شي، چې په زړبوډۍ کې د پلارومور لاسنیوی وکړای شي. په ختیځ کې دا ارزښت لا شته، خو ګڼو هېوادونو کې پرکورنۍ او بچیو د تکیې ځای پر دنده، کرېدېټ کارت او بانکي اکونټ تکیې نیولی دی.
وروستي