دلته کورونا که لنګه غوا

ددې بد بخته ویروس سره ټوله نړۍ ټکان وخوړ، خو په افغانستان کښې همدا ویروس د غریبو او بېوزلو وګړو لپاره مصیبت ولي د یارانو (مسئولینو) لپاره فرصت شو، هیواد ته ددې بدبخته ویروس په راتګ سره ولسمشر محمد اشرف غني  ټولو ولایتونو ته د کورونا ویروس پر وړاندي د مبارزې لپاره بودیجه وټاکل ولي که ګورو ولایتي مسئولینو ته نوموړې بودیجه لنګه غوا شوه، هر ولایت کښې د وګوړو غوغا جوړه ده چي د صحی روغتونونه هیڅ خدمات خلګو ته ندي امده کړي تېره ورځ په فیسبوک کښې د یو افغان لخوا ویډیوئې کلیف جوړ شوی وو چي ورونه او یوه خور ئې ددې ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او پړه ئې پر افغان جرمن روغتون باندي اچول، بله د شرمه ډکه کیسه په بلخ ولایت کښي چي د افغانستان او د نړۍ ټول خلګو لپاره ډنډوره شول د چایو ترمورکیسه وه چې یو د چایوترموز په هغه قیمت رانیول کیږې چي هیڅ امکان ئې نشته، همداسي په ټول ولایتونو کښې د کورونا ویروس پر وړاندي د مبارزې لپاره هیڅ چمتوالی تر اوسه نشته.

له بلي خوا نوموړی ویروس د هیواد ملي تجارانو ته هم د لنګي غوا زمینه برابره کړل، په داسي حال کښې چي هیواد ته د وارداتو کچه پدې وروستیو وختونو کښې د مختلیفو هیوادونو څخه د خوراک لمړني توکه بیدون له کوم شرطیه څخه په پرېمانه ډول راروان دي، ولي بیا هم د هیواد په ټولو ولایتونو کښې هر څه دوه یادرې برابره په قیمتونو باندې پیرودل کیږې، یوه ګونی اوړه له ۱۶۰۰ څخه ۲۷۰۰ ته ورسېدل، داسې په ټولو خوراکي توکو کښې قیمتونه لوړ شول، افغانستان ته ددې ویروس د راتګ نه مخکې ټول هغه څه چي ددې ویروس په مقابل کښې د مبارزې لپاره په کار وړل کیږي ددې ملي تجارانو لخوا د ښار نه راټول شول، چي وروسته ئې هر ۵۰ افغانی ماسک په ۵۰۰ او د ۱۰۰ افغانیو ضد عفوني مایع ئې په ۶۰۰ افغانی په ښارونو په پلورل او پیرودل کیږي. 

بعضو مسئولینو او ملي تجارانو ټول د هیواد غړو او نړیوالو ته وشرمولو، څو ورځي مخکې د تاجکستان رئیس جمهور افغانانو ته یو لوي د پیغوره ډک پیغام وړاندي کړ چي زه افغانانو ته یو بوجی اوړه په ۷۰۰ افغانی ورکوم دوي ئې خپل هیواد کښې په ۱۶۰۰ افغانۍ خرڅوي.
نورو هیوادونو کښې دولتي مسئولین او ملي تجاران خپلو غریبو خلګو ته پر عام څړکونو اولیه خوراکي مواد ایښي دي خو زموږ یارانو ته دا بحراني حالت لنګه غوا شول.

کورونا ویروس به تېر شي خو دا اسلامي ارزښتونه افغاني غرور چي یو شعر که راځي.
د خوشحال او احمد شاه توري را اخلي
په یوه بل لري باور افغانان یو دی
ټولو نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو ته وشرمېدلو.