
روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، ځايي کسانو روهي ته ويلي دي چې نن سهار د پکتيکا ولايت کې د يو شمېر کسانو له خوا لاري،ن په لار اچول شوی دی. ويل شوي دي چې لاريون د پکتيکا امنيه قومندانۍ د کړنو په خلاف کې تر سره شوی.
لاريون کوونکي ادعا کوي چې د پکتيکا امنيه قومندان نثار احمد عبدالرحیمزی په فساد کې لاس لري او بايد له دغه ولايت ګوښه کړی شي، خو امنيه قومنداني بيا دغه ادعا د شخصيو مسايلو پر بنسټ يادوي.
په ورته وخت کې ويل کيږي، چې يو شمېر کسانو وروسته له هغې په لاريون لاس پوري کړی چې د مټاخان ولسوالۍ د پوليسو امنيه قومندان له خوا د خلکو د شکنجه کولو په اړه شکايتونه ډېر شوي.