چين په کرونا ويروس کې هم سياست کوي! 

لوېديځه نړۍ په دې اساس پر چين نيوکه کوي چې يو يې پر خپل وخت د کوېډ-۱۹ مرګونې ناروغۍ په اړه مالومات له نړۍ سره شريک نه کړل او بل دا چې کوېډ-۱۹ ويروس چين کې لومړی پيدا او دا چې د چين حکومت په ښه ډول مهار نه کړ چې د نړۍ ګوت - ګوټ ته ورسېد. اوس مهال چين توانېدلی دی چې تر يو بريده کوېډ-۱۹ پيزوان کړي او د خپل هېوا وراېخوا د نړۍ له ډېری هېوادونو سره يې د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د طبي او روغتيايي وسايلو مرسته پيل کړې ده. 

اسوشېټېډ پرېس رسنۍ په يوې تازه مقالې کې د چين هېواد هغه سياست او ديپلوماسۍ ته کتنه کړې ده، چې د کرونا ويروس په وسيله نړۍ او په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو کې خپل سياسي اغېز او نفوذ شېندي. مقاله په دې سره پيليږي، چې هغه وخت چې د چين له خوا د روغتيايي وسايلو لومړۍ بسته د صربتسان يا سېبريا  پلازمينې  بلګراډ ته ورسېده، نو د ياد هېواد ولسمشر له چين څخه د منني په پار د چين بيرغ ښکول کړ. همدا ډول د هنګري هېواد د اروپايي ټولنې له خوا روغتيايي مرستې رد کړې او د چين د مرستو قدرداني يې وکړه. د اروپا په هېوادونو کې د چين دا ډول مرستې که له يوې خوا او يا هم په څرګنده د انساني همدردۍ لپاره دي خو تر شا يې غواړي چې اروپا کې د اروپايي ټولنې او روسيې اغېز راکم او خپل اغېز خپوراو ريات کړي. 

له پورته هېوادونو ور اېخوا، ایټالیا، هسپانیه، هالنډ، سلواکي او چک د  اروپا لويه وچه کې هغه هېوادونه دي چې د نړۍ د بل هر هېواد لومړی ورته د چين مرستې ورسېدلې. که څه هم چنيايي چارواکي په وار - وار د روغتيايي مرستو تر شا هر ډول سياسي موخې او اغېز ردوي، خو په لويه کې د لوېديځ سياسي شنونکي په دې اند دي، چې بېجېنګ له دغه مرستو د سترې او پټې سياسي لوبې پلان لري او له دې لارې کولی شي اروپا کې خپل اغېز پراخه کړي. 

هغه مهال چې صربستان کې کرونا ويروس خپور شو، نو د اروپايي ټولنې کمېسيون دغه هېواد سره ۱۵ مېلېونه يورو پيسې د اقتصادي سکتور د ودې برخه کې، ۲ مېلېونه يورو د طبيي وسايلو برخه کې او ۲۸۰ ټنه روغتيايي وسايل صربتسان سره د مرستې لپاره اعلان کړل، خو د ياد هېواد ولسمشر د چين ولسمشر ته ټيلفون وکړ او هغه مرسته چې چين ورسره کړې وه، مننه يې ترې وکړه. دا هغه څه دي چې د صربستان په ډول ځيني اروپايي هېوادونو کې د چين سياسي اغېز په ګوته کوي او چين يې هم د غښتلتيا په لټه کې دی. 

چين صربستان ته ۶ مېلېارده امريکايي ډالر قرض ورکړی دی ترڅو پرې لويې لارې او د اورګاډي پټلۍ جوړې کړي او همدا ډول يې په صربستان او هنګري کې د پنځم نسل يا 5G انټرنېټ په برخه کې مېلېونه امريکايي ډال پانګونه کړې ده.