ښار تړل او که خلک پوهول پکار دي؟

د کرونا وبايي ناروغۍ په راتګ سره د نړۍ ټول انسانان له خطر سره مخ شوي دي،چې ددغو خطراتو د کنټرول لپاره هر هېواد بیا خپل خپل تدابیر نیسي.

داچې په دې وروستیو میاشتو کې لومړی د افغانستان هرات ولایت او بیا نورو کې د کرونا مثبتې پیښې ثبت شوې،نو افغان حکومت هم د کرونا مخنیوي لپاره لاس په کار شو او ځيني ښارونه یې قرنطین اعلان کړل.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې هم د ورځې لخوا په ګرځیدو بندیز لګیدلی، خو بیا د شپې له اتو بجو  د سهار تر نهو بجو د ګرځيدو اجازه او کاروباریانو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.

د ننګرهار ولایت لخوا د شپې ګرځیدو پریکړې زه مخالفت لرم، ځکه نن سبا له یوې خوا خلک د اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، بلخوا ناامني موجود ده، نو هغه خلک چې د کور توکي رانیسي څوک ددې ډاډ ورکولی شي چې دا به غله نه لوټ کوي؟

او بله داچې د شپې لرې سیمو ته تګ نه کیږي ناامني ده ، د سیمو خلک به څه کوي؟
او د ښار څلورو دروازو داخل هم د غلو وېره شته،نو لرې سیمې خو هسې هم دا مشکل لري.
له یوې خوا د کرونا له تشویشونو سره خلک مخ دي، بلخوا اقتصادي ستونزې او دا یې بیا پسې بله ستونزه هم جوړه شوه.

دلته طرحې د امریکا او پرمختللي هېوادونو عملي کیږي او منځ کې هېواد او خلک مو ډېر غریب دي،زمونږ هېواد په هغه سطحه کې ندی، باید د هرې پرېکړې کولو پرمهال د ژوند هر قشر نظر کې ونیول شي.

که مونږ او تاسې چین مطالعه کړو چې هغوی خپل هېواد کې کرونا څنګه مهار کړه؟
د چین وهان ښار چې د کرونا اصلي مرکز دی،هلته اوس قرنطین مات شوی او خلک تګ راتګ کوي،هلته د قرنطین موده کې سوداګریز ځایونه ونه تړل شول،بلکي خلک یې پوه کړل شول چې د ګرځیدو پرمهال باید کوم تدابیر ونیول شي،د خلکو یې هم کور ودان چې هغه تدابیر یې عملي کړل او نن بریالي راووتل.

د جلال اباد ښار د ورځې وتړل شو، خو د شپې پکې دومره زیات خلک وو لکه د اختر په شپه چې خلک سودا اخیستلو پسې راغلي وي،دا نو څه شی شو؟ ایا داسې تړل فایده لري؟
نه هېڅکله داسې کړنې فایده نلري.

افغان حکومت د خلکو پوهاوي ترڅنګ ،فقیرانو سره عاجل مرسته وکړي، د خوراکې توکو، روغتیايي مرکزونو او نور د اشد اړتیا ځایونه  د  ورځې لخوا خلاص کړي.

د جلال اباد ښاریانو لپاره دا ښه زیری دی، چې هوا ګرمیږي او په ګرمه هوا کې د کرونا ویروس له محیط /چاپیریال څخه ختمیږي،یعني که یو ناروغ د خولې یا پزې افرازات محیط ته انتقال کړي،لمر یې ختمولی شي.

نو که د شپې پرځای د سهار له نهو بجو د ماسپښین تر څلورو بجو د ښار نیم کاروبارونه یوه ورځ او نیم بله ورځ خلاص کړي دا به غوره وي، او ددې ترڅنګ ټول کار د خلکو په پوهونه وشي،که خلک پوه نکړو، نو قرنطین، ګرځبندیز او نور تدابیر هېڅ معنی نلري.