الجزيره: نړۍ کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې: ۱،۴ مېلېونه پرې ککړ، ۸۱ زره مړه او ۲۹۰ زره رغېدلي دي
کوېډ-۱۹ د نړۍ ۱۸۴ هېوادونو ته رسېدلی دی، چې ۸۱ زره کسان يې ترې مړه شوي او همدا ډول له يو مېلېون او څلور سوه زره ډېر نور کسان پرې اخته شوي دي. د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ۲۹۰ زره کسان له کوېډ-۱۹ رغېدلي دي.
امريکا، هسپانيه، ايټاليا، فرانسه او جرمني هغه هېوادونه دي چې د ککړو کسانو او کرونا ويروس له امله د مړو شمېر په کې لوړ دی.
امريکا کې ۳۸۶۸۰۰ کسان پر کرونا اخته او ۱۲۰۲۱ مړه شوي، هسپانيه کې د ککړو کسانو شمېر ۱۴۰۵۱۱ او د مړو شمېر ۱۳۸۹۷، ايټاليا کې ۱۳۵۵۸۶ کسان په کرونا اخته شوي دي او ۱۷۱۲۷ کسانو ژوند يې اخېستی دی.
فرانسه کې بيا پر کوېډ -۱۹ ۱۱۰۰۴۳۴ کسان اخته شوي او ۱۰۳۴۳ مړه شوي دي. ورپسې اروپا کې پروت هېواد جرمني دی چې ۱۰۶۷۳۹ وګړي يې کرونا نېولي دي او ۱۹۴۲ يې ترې مړه کړي.
رويټرز: ايران د پيسو له نړيوال صندوق ۵ مېلېارده ډالر قرض غواړي
د ايران ولسمشر حسن روحاني يو ځل بيا د پيسو له نړيوال صندوق غوښتي دي چې دغه هېواد ته د کرونا ويروس سره د مبارزې او ناروغانو د درملنې لپاره پنځه مېلېارده امريکايي ډالر قرض ورکړي.
روحاني په يوې تلويزوني وينا کې ويلي دي، "زه له نړيوالو ادارو غوښتنه کوم چې خپل مسووليت ادا کړي. مونږ د پيسو نړيوال صندوق غړی هېواد يو، دوی بايد پرته له تعبيض مونږ سره مرسته وکړي."
حسن روحاني د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې پر ايران د متحدو ايالتو بنديزونه وغندل او هغه يې د روغتيايي او اقتصادي ترهګرۍ په نوم ياد کړل.
ايران له دې وړاندې د امريکا له متحدو ايالتو غوښتي وو چې د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره دې ترې اقتصادی او سياسي بندېزونه لېرې کړي. همدا ډول دغه هېواد د پيسو نړيوال صندوق څخه د قرض غوښتنه کړې وه چې تر اوسه يې نه ده تر لاسه کړې.
جيونیوز: افغان ډاکټره (سيلمه رحمان) د پاکستاني ناروغانو درملنه کوي، خو پاکستانۍ رسنۍ ورته لا هم افغان کډواله وايي
د جيونيوز په نوم پاکستانۍ رسنۍ د سليمه رحمان په نوم د هغه افغان ډاکټرې د هڅو په اړه ليکلي دي، چې پاکستان کې په کرونا ويروس د اخته پاکستاني ناروغانو درملنه کوي.
که څه هم د پاکستان چارواکو د سليمه رحمان کار چې د کرونا ويروس سره په لومړۍ کرښه کې دی ستايلې دي، خو کډوال/کډواله هغه کلمه ده چې افغانان يې نه خوښوي او پاکستانيان يې د سپکاوي په ډول ورته وايي.
جيونيوز ليکلي دي چې پاکستان کې افغان کدواله سليمه رحمان پاکستان کې د کرونا ويروس ناروغانو په درملنه اخته ده او دغه ويروس سره د جګړې او مبارزې په لومړۍ کرښه کې ده.
د يادونې ده چې د کډوال يا مهاجر کلمه افغانستان ته د شوريانو له راتګ وروسته هغه افغانانو ته پاکستان کې مارول کېدله چې هلته تللي وو.
دا ټايمز: د توېټر بنسټګر کوېډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره يو مېلېارد امريکايي ډالر مرسته وکړه
د ټوېټر بنسټګر جک دورسي د خپلې شخصي پانګې څخه يو مېلېارد امريکايي ډالر کوېډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره ځانګړې دي. نوموړی نېږدې څلور مېلېارده امريکايي ډالر پانګه لري چې د خپلې پانګې ۲۸ سلنه يې کوېډ سره د مبارزې لپاره وقف کړي دي.
نوموړي پر خپلې ټوټېر پاڼې ليکلي دي چې د خپلې پانګې نيږدې ۲۸ سلنه برخه کوېډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره ځانګړې کوي، ترڅو دغه ويروس په نړيواله کچه وځپل شي.
له نوموړي وړاندې د نړۍ يو شمېر نورو پانګوالو لو فلمي ستورو هم دغه ويروس سره د مبارزې لپاره پانګې ځانګړې کړې وي، چې د خپلو هېوادونو دننه او يا هم په نړۍواله کچه کوېډ-۱۹ سره پرې مبارزه وشي.
رشيه ټوډې: روسيې هوايي کرښو ته يې دنده سپارلې چې بهر هېوادونو کې بند روسان هېواد ته ستانه کړي
د روسيې حکومت د هېواد هوايي کرښو ته دنده سپارلې ده چې د يو مهال وېش اړوند له بهرنيو هېوادونو هغه روسي وګړي چې د کرونا ويروس له امله بند پاتې دي، هېواد ته راستانه کړي.
د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې به روسۍ مسافري الوتکې لومړی له بنګلادېش، ازبکستان او ورپسې د ځانګړي مهال وېش اړوند د نړۍ له کوټ -کوټ خپل وګړي کورونو ته ستانه کړي.
وروسته له هغې چې نړۍ کې د کوېډ-۱۹ خپرېدا چټکه شوه، نېږدې تر يو ميلېون روسان خپلو هېواد ته لاړل، خو اوسمهال هم تر ۲۵ زره روسان د نړۍ په بيلا بیلو هېوادونو کې د کرونا ويروس له امله بند پاتې دي.
العربيه: بحرين خپلو وګړو ته برېښنا وړيا مړه او د خصوصی سکتور يو لک کارمندانو ته په کور معاش ورکوي
د بحرين هېواد د کار وزارت ويلي دي چې ۵۷۰ مېلېونه امريکايي ډالر يې د خصوصي سکتور هغه کارکوونکو ته ځانګړي کړي دي چې د کرونا ويرسو پر مهال کورونو کې بند پاتې دي او بې دندو شوي دي.
د بحرين چارواکو همدا ډول ويلي دي چې د کرونا ويروس د قرنطين پر مهال به خپلو ټولو وګړو ته په وړيا برېښنا اوبه ورکړي، چې بېل به پسې نه راځي. د اوبو او برېښنا وراېخوا دغه هېواد په ډېری خوراکي او لومړنيو توکو د دولت ماليه هم کمه شوې ده.
بحرين ۱۱ مېلېارده امريکايي ډالر ځانګړې کړي دي ترڅو د کوېډ - ۱۹ د قرنطين پر وخت د دغه هېواد د حلکو اقتصادي وضعيت ونه ځپل شي. د نړۍ په ډېری هېوادونو کې حکومتونو د ګرځبنديز پر مهال د خپلو وګړو مالي او اقتصادي اړتياوو پوره کولو ته وردانګلي دي.
فرانس پرېس: کرونا ويروس به لسيزو کې رامنځ ته شوی د نړۍ اقتصاد ۳۲ سلنه وځپي
د سوداګرۍ نړيوال سازمان يا WTO خبرداری ورکړی دی چې که چېر په روان ۲۰۲۰ زکال کې رونا ويروس همداسې دوام وکړي، نو د لسيزو په ترڅ کې د نړۍ اوسنی نړيوال تجارت به بد وځپل شي.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان رئيس روبرتو آزوودو رسنيو ته ويلي دي چې کرونا ويروس د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې په سترو او کوچينو تجارتونو منفي اغېز کړی دی، چې که دوام پيدا کړي، نو نړيواله سوداګري به ۳۲ منفي وځپي.
نوموړي په لويه کې په نړيوالو سازمانونو او په ځانګړي ډول د نړۍ د هېوادونو پر حکومتونو غږ وکړی، چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې اقتصادي مسايل هم په نظر کې ونېسي ځکه چې ورسته به يې جبران مشکل وي.
د يادونې ده چې د کوېډ-۱۹ د مخنيوي لپاره د نړۍ نېږدې د ټولو هېوادونو ترمنځ تګ - راتګ او تجارتي راکړه ورکړه بند شوي ده.
وروستي