د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه)

الجزيره: کرونا ويروس د انګلستان د لومړي وزير روغتيايي وضعيت خراب کړی او د روغتون بېړنۍ خونې ته لېږل شوی
د انګلستان لومړی وزير بوریس جانسون نېږدې درې اوونۍ وړاندې معاينه شو او کرونا ويروس يې مثبت وو. دی تر پرون پر خپل کور کې قرنطين وو. 

تېره ورځ د نوموړي تبه او د کرونا ويروس نورې نښې شدېدې شوې او روغتون کې بستر شو. ويل کيږي چې د نوموړي روغتيايي وضعيت خراب دی او اوس مهال د روغتون په بېړنۍ خونه کې دی. 

د نوموړي پر ځای د حکومت چارې بهرنيو چارو وزير اومنیک رااب ته سپارل شوي دي. بوریس جانسون تر يو وخت له قرنطين دولتي چارې سمبال کړي، خو اوس نه شي کولی او يوازې د خپلې روغتيا په فکر کې دی. 

رويټرز: جاپان د شپږ مياشتنې ګرخبنديز لپاره يو ترېلېون ډالر ځانګړي کړي ترڅو وګړي يې مالي ستونزو سره مخ نه شي 
 ټاکل شوې ده چې د جاپان حکومت به نن ورځ په ټول هېواد کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره شپږ مياشتنی بېړنی حالت اعلان کړي. د جاپان لومړي وزير ويلي دي چې دغه وضعيت کې د خلکو سره د مرستې لپاره پو ترېلېون امريکايي ډالر ځانګړي کوي. 

لومړي وزير شینزو آبه ويلي دي چې جاپان کې بېړنی وضعيت به د نورو هېوادونو په څېر نه وي، لوي مارکېټونه په خلاص وي او همدا ډول به دغه ګرځبنديز په زور نه عملي کيږي. 

جاپان تر ډېره د کرونا ويروس چټکه خپرېدنه کابو کړې ده. يوازې څلور زره کسان په دې ويروس اخته شوي دي چې ډېری يې په پلازمېنه توکيو کې دي. ۹۳ کسانو جاپان کې د کرونا ويروس له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.  

سي اِن اِن: نړۍ کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې: ۱،۳ مېلېون پرې ککړ، ۷۳ زره مړه او ۲۵۰ زره رغېدلي دي 
 نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر يو مېلېون او درې لکه ته ورسېد. دغه ويروس اوس مهال د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې خپور شوی دی. د وروستيو شمېرو پر اساس له ۷۳ زره ډېر کسان مړه شوي او بيا تر ۲۵۰ زره نور له درملنې وروسته رغېدلي دي. 

امريکا، هسپانيه او ايټاليا درې هغه هېوادونه دي چې  د نوملړ په سر کې ځای لری. امريکا کې د ککړو کسانو شمېر ۳۳۷۶۳۸ او د مړو شمېر ۱۰۵۲۴، هسپانيه کې د ککړو کسانو شمېر ۱۳۱۶۴۶ او د مړو شمېر يې ۱۳۰۵۵ او همدا ډول په ايټاليا کې ۱۳۲۵۴۷ کسان په کرونا اخته شوي دي او ۱۶۵۲۳ کسان ژوند له لاسه ورکړی دی. 

له بلې خوا افغانستان کې هم د کرونا ويروس د مثبتو پېښو د نن ورځې وروستۍ شمېرې ۴۲۳ ته رسېدلي. هرات، کابل او بلخ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ تازه پېښې ثبت شوې دي. 

د سکای نيوز: ټرمپ وايي امريکايانو ورته دعا کوي؛  د انګلستان لومړی وزير د روغتون په بېړنۍ خونه کې تر مصنوعي اکسېجن لاندې 
د انګلستان لومړی وزير بوریس جانسون چې له تېرې ورځې روغتونه ته لېږدول شوی دی، د کرونا ويروس نښې او دردونه يې ډېر شوي دي. 

تېره شپه ناوخته نوموړی د ساه لنډوالي له ستونزې سره مخ شو، چې د روغتون په بېړنۍ خونه کې ورته مصنوعي اکسېجن ورکول شو. 

د نړۍ ډېری مشرانو نوموړي ته د بېړنۍ روغتيا هيله ښوودلې ده. د متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ ويلي چې د امريکا ولس نوموړي ته دعا کوي او هيله لري چې بوریس جانسون ژر روغتيا تر لاسه کړي. 

بوریس جانسون نېږدې دوه اوونۍ  وړاندې معاينه شوو او څرګنده شوه په کوېډ-۱۹ وژونکې ناروغۍ اخته شوی دی. اوس مهال د انګلستان د حکومتي چارو مسووليت د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير ته سپارل شوی دی. 

جيونيوز: هند وايي کابل کې د سېکانو پر درمسال د بريد تر شا د اسلام اباد لاس وو، خو پاکستان يې نه مني 
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د هندوستان هغه راپور رد کړی دی، چې په کې ويل شوي، افغان پلازمېنه کابل کې د افغان سېکانو پر درمسال د تېرې مياشتې بريد تر شا د اسلام اباد لاس وو. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې هغه راپور چې د پاکستان په رسنيو کې وړاندې کيږي او رسمي بڼه لري، مونږ په کله په رسمي ډول ردوو. 

دغه اعلاميه کې ويل شوي دي د پاکستان حکومت پر رسمي ډول کابل کې د سېکانو په درمسال د مارچ مياشتې د ۲۵ نېټې چې ډېری بې ګناه کسان په کې ووژل شول، وغاندلو. 

کابل کې د سېکانو پر درمسال بريد چې تر ۲۴ کسان په کې ووژل شول، طالبانو په کې لاس لرل رد کړل، خو داعش يې مسووليت په غاړه واخېست. 

رشيه ټوډي: واټس آپ د کرونا ويروس د ناسمو مالوماتو مخه نيسي 
د فېسبوک تر ادارې لاندې واټس آپ شرکت د هغه مالوماتو مخه نيسي چې د کرونا ويروس په اړه ناسم وي او د خلکو ذهن ګډوډوي. 

د واټس آپ مسوولين وايي چې دوی هغه مېسجونه محدودوي چې د کرونا په اړه مالومات په کې وړاندې کيږي. 

واټس آپ دا ګام په دې پار اخېستی دی، چې د سويلي افريقا په شمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې ځيني سوداګر د درملو او نورو روغتيايي په اړه داسې مالومات خپروي چې د کرونا ويروس درملنه پرې کيږي. 

له دې وړاندې ګوګل هم په مېلېونه ډالر ځانګړي کړي وو، ترڅو له دې لارې وکولی شي چې د کوېډ-۱۹ په اړه د ناسمو مالوماتو مخه ونېسي. 

العربيه: روغتونونه د (لاس ماغو) او د (لاس ماغو) کمپنۍ د کارګرو له کمښت سره مخ دي 
 نړۍ کې د کوېډ-۱۹ په خپرېدو سره د نړۍ ډېری هېوادونه د لومړيو روغتيايي توکو له کمښت سره مخ دي. نړۍ کې د لاس ماغو يا لاس پوښو سترې کمپنۍ وايي چې د کاګرو له کمښت سره مخ دي. 

د Glove Corp Bhd په نوم  ماليزيايۍ کمپني چې د نړۍ ترټولو ډېر لاس ماغو توليدوي د کارګر د کمښت په اړه وايي. دغه کمپني وايي چې د دست کشو غوښتنې ورڅخه زيات شوي دي خو پوره کار ګر نه لري. 

دغه شرکت وايي چې په بېړني ډول تر زرو کارګرو ته اړتيا لري او همدا ډول نشي کولی چې د له هېواد بهر او په کور دننه  ټولو هغه د لاس پوښو سوداګرو ته مثبت ځواب ووايي، چې له دوی د لاس ماغو غوښتنې کوي. 

مالېزيا نړۍ کې هغه هېواد دی چې ترټولو ډېر لاس ماغو تولېدوي. د کرونا ويروس په خپرېدو سره په نړيواله کچه د ماسکونو او لاس ماغو اړتيا ډېر شوې ده، چې  د نړۍ ځيني هېوادونه يې له کمښت سره مخ دي.