پخواني ولسمشر کرزي، عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني او کريم خليلي نن ورځ يو ځل بيا له پخواني اجرائيه رئيس سره کتلي 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو پر سرد راپورته شوي کړکېچ د حل په پار پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني او کريم خليلي نن ورځ له ډاکټر عبدالله عبدالله سره بيا کتلي دي. 

د دغه لېدنې په اړه جزئيات نه دي رسنيز شوي خو په رسنيو خپور شوی انځور يې په ګوته کوي چې نننۍ لېدنه د پخواني اجرائيه رياست په خونه کې شوې ده. 

دا څوک ځل دی چې دغه سياسي څېرې له ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ګوري، خو تر اوسه د حل او جوړجاړي کومې پايلې ته سره نه دي رسېدلي.