انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس- نهمه  برخه

نهمه سټراټيژي: د لېږد،  تړنې او  اضافي  کلمو ترمنځ توپير وکړئ Vary transitions, conjunctions, and prepositions, but avoid confusion:
 
لکه څه ډول چې وړاندې يادونه کړې وه، چې د transitions په ډول dependent conjunctions په يوازې ځان نه کارول کيږي او وروسته ترې کامه نه راځي، بلکې له dependent conjunction وروسته clause يا فقره راځي، چې د يو فاعل او يو فعل لرونکې وي.
 
transitions ګرامري دنده نه لري، دوه جملې او يا هم د دوه پرګرافونه د مفهوم پر اساس سره تړي، خو بيا د dependent conjunctions دنده ګرامري ده او د يوې جملې دننه دوه clauses يا فقرې سره تړي.
 
لاندې جمله ولولئ:

First, I support mandatory gym classes because they will help students learn more.

 

پورته جمله دوه clauses يا فقرې  لري. چې يوه يې First, I support mandatory gym classes او بله فقره they will help students learn more ده. دغه دوه فقرې د يوې جملې دننه د because تړنې کلمې يا  conjunction په وسيله سره تړل شوې دي. دلته نه شو کولی چې د therefore په ډول د because کلمه لېرې کړو، ځکه چې ګرامري ستونزه به رامنځ ته کړي.
 
که پورته جمله داسې ولېکل شي نو ناسمه ده.

First, I support mandatory gym classes .... they will help students learn more.

 

د ټافل ازموينې د لېکنې په برخه کې د transitions او  dependent conjunctions ترڅنګ اړينه ده چې د اضافي کلمې يا preposition کارونې سره هم بلد اوسئ. preposition د يوې جملې دننه عبارت برخه يا phrase رامنځ ته کوي، چې prepositional phrase ورته وايي. prepositional phrase په خپل جوړښت کې جمله نه شمېرل کيږي. prepositional phrase بايد له يوې خپلواکې او يا هم ناخپلواکې فقرې سره يوځای شي.
 
لاندې بېلګه ولولئ:

Generally speaking, most students fell different levels of stress due to various factors.

 

پورته جمله کې due to پرېپوزېشن دی او د various factors سره يوځای ورته prepositional phrase وايي. due to various factors جمله نه شمېرل کيږي.
 
د transitions  په خلاف او د independent conjunctions سره په ورته والي؛ د يوې جملې دننه نه شو کولی چې preposition لېرې کړو، داسې کار به ګرامري تېروتنه رامنځ ته کړي.
 
لاندې جمله له اضافي کلمې (due to) پرته ناسمه ده.
Generally speaking, most students feel different levels of stress ...  various factors.
 
preposition د مفعول يا object اړيکه د جملې د نورې برخې سره په ګوته کوي.
 
نور بيا.......