د ولسمشر غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا اختصاصي غونډه جوړه شوه

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا اختصاصي غونډه، نن سهار په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د دغې غونډې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد او ترانزیټ کې د اسانتیاوو د ایجاد میکانیزم غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، د دغه میکانیزم په تطبیق سره له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد کې لازمې اسانتیاوې برابرېږي.

همداراز د هیواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمدیونس مومند د یاد میکانیزم د تائید پر مهال وویل، خصوصي سکتور له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍکار کوي.

وروسته د کندهار والي حیات الله حیات، پاکستان څخه افغانستان ته په ترانزیټي توکو کې موجودو ستونزو ته په اشارې وویل، پاکستان سره دې د افغانستان سوداګریزې اړیکې وارزول شي، ترڅو د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې موجوده ستونزې راکمې شي. هغه زیاته کړه، په کندهار ولایت کې د کروناویروس د تشخیص لابراتوارونه وجود نه لري او د شکمنو کسانو نمونې د تشخیص په موخه کابل ته استول کېږي.

د هیواد جمهوررئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت پیشنهادي میکانیزم تصویب کړ وې ویل، که په چارو کې د چټکتیا او اسانتیاو د ایجاد لپاره بودجې ته اړتیا وي، په خپلو وړاندیزونو کې یې واضح کړئ.

جمهوررئیس غني د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوارونو ته په اشارې وویل، د هیواد په هر زون کې باید د دغه ویروس د تشخیص لابراتوارونه شتون ولري او عامې روغتیا وزارت ته یې په دې برخه کې د اقداماتو لارښوونه وکړه. جمهوررئیس زیاته کړه، کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر دې کندهار او ننګرهار ولایتونو ته پنځوس،پنځوس میلیونه افغانۍ ولېږدول شي او د لومړیتونو او میکانیزم پر بنسټ دې مصرف شي.

د هیواد جمهوررئیس د بازار د مدیریت او کنټرول په برخه کې له دولت سره د همغږۍ په خاطر د خصوصي سکتور مننه وکړه وې ویل، حکومت چمتو دی خصوصي سکتور ته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ترجیحات په پام کې ونیسي.

جمهوررئیس وویل، هغه مهال چې خصوصي سکتور د لومړنیو توکو د تولید او وېش په ځانګړي ډول د غوړیو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، حکومت ورته اسانتیاوې او ترجیحات په پام کې نیسي. 

همدارنګه که تولید د حکومت له لوري وشي او خصوصي سکتور په شریک ډول د هغو د وېش په برخه کې همکاري او یا هم د تولید او وېش په برخه کې ګډ کار وکړي، حکومت چمتو دی چې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.