تر یوکال خنډ او ځنډ وروسته د غنی ارګ محوره حکومت د یوه اوږد او داسي متضاد ټیم نوملړ خپور کړل چې د ټاکنو له امله د رامنځته شوی سیاسي ګربړ، د امریکا د بیا بیا غوښتني او د طالبانو پرلپسي تاکید او اوسني دریځ ته په کتو سره په ښکاره د افغان سولې لاره اوږدوی او د هر ډول سوله اییز جوړجاړې ممکن فرصتونه له منځه وړی.
د بېلګي په توګه د دغه نوملړ څخه د حکومت موخه د خنډ، ځنډ او ټول څه وړونکي ستراتیژی له مخي په لاندی توګه ده.
۱. د حکومت له لوری اعلان شوی پلاوی د طالبانو او امریکا هوکړې د اصلي موادو سره په ټکر ده، د بېلګي په توګه د طالب ـ امریکا د هوکړې له مخي حکومت به د هر ډول خبرواترو یو له بین الافغاني جهاتو وی نه د رهبری کوونکو طرف په توګه، ولي ګورو چې د پلاوی جوړښت، رهبری او د ویټو واک یوازی د ارګ له ټیم سره ده.
۲. د حکومت لخواه اعلان شوی پلاوی نوملړ د ګټو او نظریاتو له اړخه خورا متضاد او د اختلافاتو سره مل ده.
۳. د پلاوی لوی شمیر غړی د دولت بی هدفه ملاتړی، د سیاسي وزن له اړخه بی وزنه متحدین او په ټوله کې د کمزورو مخالفینو یوه ګډوله ده.
۴. د پلاوی له جوړښته د حکومت سلیقوی چلند، بین الافغانی خبرو ته د حکومت نه ژمنتیا او د وخت ضایع کولو لوبه له وړاندی ښکاری.
۵. د پلاوی لوی شمیر غړی د سیاسي چانو وهلو له فن سره نااشناه، د افغانستان د روانو کښالو له څرنګوالی څخه عاجز او د افغانستان د ۴۰ کلن کړکېچ څه چې د طالبانو او حکومت د کښالی له جریان څخه هم کم عمره دې.
۶. د پلاوی لوی شمیر غړی غیری سیاسي، د ټولنیزي پیژندني له اړخه ورک او داسي خلګ دې چې د افغان سولې اړوند به ۵ دقیقی رواني خبرې هم ونه کړای شي.
۷. پردغه پلاوی د سیاستوالو او افغان غاړو څخه اجرایه ریاست په یوه تازه دریځ کې دا پلاوی کاواکه، محدود او ټولشموله نه ده بللي، د دوستم ویاند دا د ځان پر وړاندی د افتراق دسيسي بولي او حکمتیار صیب ته نږدي څېرو مخالفت لدې نوملړ څخه د اسلامي ګوند د مخالفت مانا لری.
۸. اعلان شوی حکومتي پلاوی د ګډې ژبي، ملي دریځ، ګټو او سیاسي لیدلوری له اړخه د دې جوګه نه ښکاری چې له طالب خواه سره دې پریکړه کوونکي مذاکرات وکړې.
۹. تر ټولو جالبه داچې حکومت د مصالحی شوراه تر رامنځته کولو مخکې، چې هغه هم د ډاکتر عبدالله سره د ټاکنیزو ناندریو تر حله ممکن نه ده، ولي ارګ د مذاکری پلاوی د همدغه جهاتو د مشورو پرته پخپل سر او خوښه اعلان کړې، اوس چې دغه پلاوی ته د مذاکری واکونه او حدود خپله د ارګ په خبره باید د مصالحی شورا وټاکي او دهغي شورا رامنځته کول د ټاکنیزو شخړو تر حله مشروط دې، نو دا پدې مانا چې د غني ارګ محوره حکومت په څو جبهه کې پر یوه داسي خطرناکه لوبه اخته ده چې په هر صورت کې له سولې سره د دښمني، د سولې سبوتاژ او د بین الافغاني خبرو په لار کې د خنډونو او ځنډونو رامنځته کولو بوی ترې راځی.
پر همدې بنسټ زه پدې باور یم او دا د طالبانو عاقلانه دریځ ده چې ترکله هم د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کې نورو کابل میشتو سیاسې غاړو د پلاوی تایید نه وی کړې او په مقابل کې امریکا د ۵۰۰۰ طالب اسیرانو او بندیانو د ژر تر ژره خلاصولو په برخه کې کوټلی او عملي ګامونه نه وی پورته کړې او د ډاکتر غني حکومت یې له سولې ضد دریځونو د خپل فشار په پایله کې اصلاح کړې نه وی، ترهغه بین الافغاني خبرو ته تګ خوشباورې، له افغان دریځ د امریکا لوبی ته ورګډېدل او په ټوله کې د بین الافغاني خبرو اترو د ناکامېدو او یوې بلي کورنۍ جګړې د پیلېدو په مانا ده.
درنښت
وروستي