انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينې کې د (Writing) يا لېکنې درس -اتمه برخه

نهمه سټراټيژي: د لېږد،  تړنې او  اضافي  کلمو ترمنځ توپير وکړئ Vary transitions, conjunctions, and prepositions, but avoid confusion: 

د انګلېسي ژبې ډېری زده کوونکي د  قيد لکه therefore، تړنې توري لکه because او اضافه توري لکه due to ترمنځ توپير نه کوي او يا یې هم توپير کول ورته ستونزمن وي. 

transitions د بيلا بيلو جملو او يا هم پراګرافونو ترمنځ اړيکه په ګوته کوي، خو transitions په ګرامري ډول دوی  ترمنځ اړيکه نه ښيي. بيا د تړنې کلمې conjunction د يوې جملې دننه فقري يا clauses سره په ګرامري ډول تړي. اضافه توري يا prepositions د يوې جملې دننه عبارت برخې سره يوځای کوي. 

لاندې بېلګې ته ولولئ: 
For  instance, a student cuold lose her frustrations during a swiming lesson or a weight class. Therefore, she wuold feel more relaxed and focused, and she could concentrate more. 

پورته بېلګه کې د Therefore کلمه د دوه کلمو ترمنځ اړيکه ښيي خو په ګرامري ډول سره جملې  سره نه تړي. نو اړينه ده چې له Therefore وړاندې ټکی کېښودل شي او په Therefore سره نوې جمله پیل شي. تاسې کولی شئ چې د Therefore کلمه پرته له دې چې د جملې په ګرامري جوړښت کې کوم تغير راشي استعمال نه کړئ، خو په ياد ولرئ چې د Therefore په نه کارونې سره به په جمله کې  د علت او معلول اړيکه له منځه لاړه شي. 

غېر مستقلې  د تړنې کلمې يا dependent conjunctions بيا له transitions  توپير لري. dependent conjunctions په يوازې ځان نه کارول کيږي او وروسته ورڅخه کامه هم نه راځي. له dependent conjunctions وروسته يو فاعل او يو فعل verb بايد ختمي راشي. د تړنې کلمې يا conjunctions  بيا د يوې جملې دننه دوه فقرې سره تړي. 

ځيني مهم قيدونه (Adverbs) او د تړنې کلمې (Conjunctions): 


۱- د وخت لپاره: 
when, while, since, as, once..... 
- While I attended college, I was 20. 


۲- د ځاي لپاره: 
where
- A huge tree now stands where I planted a small seed. 


۳- د علت لپاره: 
since, because.... 
She canceled her plan because of coronavirus. 


۴- د توپير لپاره: 
while, even though, though....... 
- She works hard even though she is small


۵- د حالت لپاره: 
if, unless, as long as.... 
- If it rains, I don not walk. 


نوربيا .......