اب حیات چینه

غني خان په یو ځای کې د خپلې شاعرۍ په اړه ویلي وو: "که چېرې په دغو خیالاتو کې دومره حسن وي چې له ما نه پس هم ژوندي پاتې شي، نو زه به ووایم چې واقعي ما د اب حیات چینه وموندله؛ اوس دوی ما ژوندي کړي، خو وروسته بیا دوی ما ژوندی کوي." 

که چېرې موږ د شاعري او د هغې د ارزښت په اړه کومه پوښتنه په خپل ذهن کې لرو، نو د غني خان غني دا نظریه به یې په ډېرې اسانۍ سره ځواب کړي. نوموړي د شاعري د ارزښت په ژورو مفاهیمو او لنډو ټکو کې په ډېره ښه بڼه ځای پر ځای کړې ده. شعر هنر دی او ویونکی یې هنرمند؛ لوی هنرمندان تل د خپل هنر له امله د خلکو په منځ کې ژوندي پاتې کېږي او پر زړونو یې پاچاهي کوي، خیالونه یې نه مري او هر یو خیال یې د نورو لوستونکو لپاره  د یو  نوي خیال رامنځته کولو سرچینه وي. 

که چېرې موږ دغه نظریې ته ځیر شو، نو د څو پوښتنو ځوابونه ترې موندلای شو، لومړی دا چې شاعري څه ده؟ شاعري یو دروند مسوولیت دی؛ هغه مسوولیت چې هر څوک اوږه نه شي ورکولای. 

ښه شاعري کومه ده؟ ښه شاعري هغه شاعري ده چې الفاظ او کلمات په کې په داسې بڼه و اوډل شي، څو په راتلونکي کې شاعر/ شاعرې ته د اب حیات چینه وګرځي؛ داسې یوه چینه چې هر لوستونکی پرې خپله ادبي تنده خړوبه کړای شي  او یو څه ترې واخلي.

د ښې شاعري ارزښت څه دی؟ ښه شاعري شاعر ته تلپاتې روح ورکوي؛ اوس شاعر شعرونه ژوندي کوي او وروسته به همدا شعرونه شاعر ژوندی کړي، په هره کچه چې تاسو د خپل شعرونو  بې ساوو تورو ته ساه ورکوئ، په هماغه کچه به بیا تاسې هم ژوندي وساتي.
 اوږۍ امانزۍ