دبارودو په لوګو کی

ددنیا په ډیروشتو کی نه لرم حصه
خدایه ستاپه نعمتو کی نه لرم حصه
غرونه تږی بوټی تګی مونږهم تګی
درحمت په بارانو کی نه لرم حصه
خوږوطن می هرڅوډک دی دکا نونو
دلعلونو خزانو کی نه لرم حصه
داخړپړ کلی می وران کنډرکنډردی
په پخوپخو بنګلو کی نه لرم حصه
رانه پټ یی دبارودو په لوګو کی
لمره ستا په پلوشوکی نه لرم حصه
دنیاټوله ده خوشحاله زه په غم اخته یم
خدا یه ستا په خوشحالو کی نه لرم حصه
دعلم رڼا ګا نی شا او خوا بلیږی
زه بد بخته سبقو کی نه لرم حصه
ډاکټریاسین زی
کوهاټ –غلام بانډه