دادکوم غریب په کور کې غوغا اورم سوي سوي فریا دونه د چا اورم داکوم ظالم غوغا پرې جوړه کړې ده په نیمه شپه کې یې زه چې ژړا اورم لایې زړه یخ شوی نه دی په مظلومو چې اعلان دجنازو په هرخوا اورم دغم لړۍ په هر کور زمونږرادرومي ساندې ساندې په ماښام او سبااورم خوشحالی له مونږه لاړه غم میلمه شو هر مسلم ته بی ګناه چه سزا اورم خدایه ستا لویه خدای کی یم یواځی ویرونه د پښتنو چه تنها اورم دعزت پرده مو وکړی لو یه خدا یه ګډی وډی هنګا مې د حیا ا ورم سرخولاړو داحیا زمونږخوندی کړی یاسین زی نه ربه داسی وینا اورم
وروستي