د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته  راغی

روهي(دوه نۍ/۴ د وري)، د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېد. په هغه اعلامیه کې د يوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره د ښاغلو غني او عبدالله د ليوالتيا هرکلى شوى و.
 
 
د دې خبري اژانس د رپوټ له مخې کابل ته د نوموړي د تګ یو دلیل هم افغان سیاسی کړکېچ کې منځګړتوب او له طالبانو سره خبرې دي.ټاکلې ده مایک پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه له ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله سره وګوري چې د ولسمشرۍ دعوه کوي.
 
 
د افغان ټاکنو خپلواک کمېسون محمد اشرف غني د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او سند یې هم ور کړه، خو عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې وبللې او د موازي حکومت خبره یې وکړه.