افغانستان کې د دیني زده کړو مدرسو فعالیتونه                                                                                        

په افغانستان کې زرګونه دیني زده کړو مدرسې هرکال زرګونه شاګردان فارغوي، خو کیفیت یې دومره کمزوری وي چې ډیری شاګردان او فارغین  یې په هغه بنیادي او لومړنیو کتابونو هم نه پوهیږي چې ددیني زده کړو اساس جوړوي. عربي ژبه چې ددیني علومو د زده کړو لومړنی شرط او اساس دی خورا لږ پوهیږي، حتا که وپوښتل شي اتیا سلنه شاګردان او فارعان یې د ځان معرفي کولو استعداد هم نه لري. د یوې عادي مسالې په اړه هم ولس نه شي پوهولی، که ممبر ته پورته شي ددې په ځای چې د ټولنې په اساسي ستونزو، پرمختګ. ښیرازی... وغږیږي یواځې خلک ویروي او آن د خبرو او غږ توازون نه شي ساتلی. 

د افغانستان ددیني زده کړو مدرسو سیستم په بشپړ ډول فلج دی، د مدرسو نصاب آن د دريمې او څلورمې هجري پيړۍ د اړتیاوو له مخې دهغه وخت په ژبه لیکل شوی. استادان يې د تشدد او زور په وسیله په شاګردانو زدکوي، تر فارغت وروسته شاګردان ددې په ځای چې تعميري او نوښتګر ټولنې ته وړاندي شي، اکثريت شاګردانو ته يې يواځې تشدد او سخت دریځي په اذهانو کې پاتي کیږي. 

ډیری یې بې روزګاره او بي سرنوشته پاتي کيږي چې  وروسته همدغه لویه بشري کتله یواځې په ټولنه بار وي. شاید ځیني یې چیرته کوم کار او روزګار پیدا کړي خو په ډېر کم معاش، چې ډیری وخت د جماعت امامت او یا نورې دندې وي. دوی د اوسنی زمانې د اړتیاوو په نظر کې نیولو نه وي روزل شوي چې پايله يې بیا هم يواځې په کور او ټولنه بار کیدل وي، په داسې حال کې چې د اوسنی ټولنې اړتیاوې او ضرورتونه بدل او نوی فکر او نوښت غواړي. په افغانستان کې ډیری ددیني زده کړو مدرسې حکومتي رسمي جوازونو، واحد  تدریسي نصاب، ځانګړي مالي  منابعو نه شتون او د تحصیلي سند هیواد او بهر کې  حقوقي اعتبار پرته  په خپل سر فعالیتونه کوي. خو ددغو  ټولو ستونزو لاملونه معلوم دي چې بدختانه هیڅوګ یې دحل لپاره کار نه کوي، نه حکومت او نه هم په خپله ددیني زده کړو مدرسو مسءولین.

 که حکومت او مسءول چارواکي یې ستونزو ته جدي پام ونه کړي شاید راتلونکي کې نه یواځې افعانستان بلکې ټولې سیمې ته دغه ستونزې ګواښ او پرې اغېز وکړي. حکومت او مسءولې ادارې باید دغه ستونزو ته جدي شکل وګوري او دحل او څارنې لپاره یې په لارو چارو غور وکړي.

 د ټولو دیني زده کړو مدرسو نصابونه، استادان، مالي سرچیني، حقوقي جوازونه او اړونده ستونزې باید وارزول شي، دحل لپاره یې مسءولې ادارې  ګډه همکاري وکړي. د افغانستان ټولو دیني زده کړو مدرسو ته باید د افغانستان او افغاني ټولنې اړتیاوو او ضرورتونو په نظر کې نیولو نصاب ولیکل شي او د څارنې لپاره یوې ځانګړې ادارې ته دنده ورکړل شي.