افغانستان کې جوماتونو کې د فاتحو اخېستل وځنډول شول 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د هېوا د حج او اوقافو چارسمبال  وزیر عبدالحکیم منیب نن ورځ کابل کې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې  د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره تر يوې مودې جوماتونو کې د فاتحو اخېستل وځنډول شول. 

منيب ويلي چې د هېواد له ديني عالمانو سره په سلا - مشورې يې په دې پار جوماتونو کې فاتحو اخېستل ځنډولي چې د ګڼې - ګوڼې ډکو ځايونو کې د کرونا ويروس د خپرېدو چانس ډېر وي. 

نوموړي زياته کړې  "موږ پر ټولو خطیبانو غږ کوو چې په جوماتونو کې دې د فاتحې مراسم وځنډوي او وروسته له دې دې فاتحې په جوماتونو کې نه اخیستل کېږي."

د يادونې ده چې نن ورځ د مصر الازهر ديني بنسټ عالمانو په يوې فتوا کې دا جايز وګڼله چې د نړۍ مسلمانان کولی شي، تر يو وخت د جوماتونو پر ځای کورونو کې لمانځونه ادا کړي.