د پاکستان اسلامي روغتيا ټولنه: سپين ږيري دې جوماتونو ته نه ځي 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د پاکستان دولت د اسلامي روغتيا په نوم ټولنې د خپل هېواد له ستر عمره خلکو او سپين ږيزو غوښتي دي چې جوماتونو کې  د جماعت لمونځ پر ځای دې کورونو کې لمونځونه وکړي او مسجدونه ته له تګ دې ډډه وکړي. 

دغه ټولنې پاکستان کې له نورو خلکو هم غوښتي دي چې د لمونځ لپاره دې اودسونه خپلو کورونو کې وکړي او مسجد ته د تګ پر وخت دې ځان سره خپل لمونځ ټوټې يا جای نماز يوسي. 

د يادونې ده چې نن ورځ مصر کې الازهر بنسټ عالمانو په يوې فتوا کې وويل چې مسلمانانو ته جايزه ده چې د کرونا ويروس له ويرې او د هغې د مخنيوي لپاره جومات کې د لمونځ پر ځای خپلو کورونو کې لمانځونه ادا کړي.