د افغانستان کړکېچ او د حل لارې چارې 

هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې کله د اعظمت او د امپراطوریو جوړولو پړاو ته برابرېږي، کله بیا د داسې ستونزو سره مخامخ کېږیي چې د تجزیې ویره یې وي. عمده علتونه یې بهرنۍ مداخله او په کور دننه د نا اهل کسانو سیاسي واک وي، زموږ ګران هېواد د خورا یوې اوږدې تقریبا ۴۵ کلنې غمیزې څخه تېرېږي اوس هم د جګړې او په کور دننه د سختې بې ثباتۍ سره مخ یو، دهمسایه وو څخه نیولې دنړۍ هر هېواد کولی شي چې په ډېرې آسانۍ سره زموږ په ګران هېواد کې مداخله وکړي. ددې تر څنګ په کور دننه لوی اکثریت سیاسون مو نه د خدایه بېرېږي او نه د تاریخي پېغور نه، زه همېشه په مجلسونو کې وایم: چې د ملامتۍ ګوته باید بل چاته ونه نیسو هر هېواد مکلف دی، چې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي. اصلاْ په موږ کې ستونزه ده موږ د وطن جوړونې استعداد نه لرو، موږ د مور وطن په نامه په اخلاقي قاموس کې څه نه پېژنو، مونږ ددو شخصي ګټو لپاه په لس ګونو د وطن ګټې هېڅ بولو. ټول په شخصي ګټو پسې ځو همدا خبره ده چې ورځ تر بلې موږ په داسې ناروغۍ اخته کېږو چې علاج یې ستونزمن کېږي.

 ښه مثال یې تېره اونۍ کې د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله له لورې په یوه ورځ دریاست جمهوري دلوړې مراسم ترسره کول وو. 

نه غواړم چې دلته اوږد بحث وکړم هغه متل دی (که غوا توره ده خو شیدې سپینې دي). سلامت او ملامت ټولو ته معلوم دي، هر خارجي چې ښه کړي که یې بد کړي دي د تاریخ حافظې ته سپارل کېږي.

 زه وایمه چې راځئ دا خارجي اړخ بېخي پرېږدو، موږ په حیث د مالک کومه لاسته راوړنه لرو. اوس غواړم چې د روان کړکېچ د حل لاره په لنډ ډول تشریح کړم، د اوسنۍ قضیې دحل لپاره یواځینۍ دحل لاره د یو بې طرفه حکومت جوړښت دی. 

اول داخبره باید واضیح کړو، چې موږ په دوه حالتو کې یو،  یابه وطن ژغورو او یابه داسې یو بحران ته بیا ور ګډېږو چې بیا به یې وتل ډیر ستونزمن وي. کله چې امریکا او ناټو د طالبانو حکومت ړنګ کړ، دوی یواځې د جنګ ستراتیژي جوړه کړه او ډېر په غرور یې په جنګ ټینګاروکړ، چې نتیجه یې  د امریکایانو، ناټو او د افغانستان لپاره خرابه راووتله. 

اوس هم امریکا او ناټو مسئولیت لري چې په افغانستان کې باید په احتیاط قدم کېږدي. دوی په دې نه خلاصېږي چې بحران یواځې افغانانو ته پرېږدي او په ډېرې سادګۍ سره ووایي : چې دا د افغانانو مسئله ده داسمه خبره ده چې افغانان تر هرچا ډېر مسئولیت لري، خو بدبختانه باید ووایو: واقعا ملي ګټو ته ژمن افغانان اوس د افغانستان په سیاسي صحنه کې نه لیدل کېږي.

اوس ټول اړخونه مسئولیت لري په خاص ډول امریکا، ناټو اوګاونډیان په خپلو منفي ستراتېژیو کې دې د افغانستان په اړه تجدید نظر وکړي، اوس چې دسولې خبره ده واقعا دافرصت دی او ددې فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي. طالبانو او امریکایانو خپل د مابین ستونزه حل کړه اوس د افغانستان دراتلونکي مسئله ده. یا به طالبانو ته دګټونکي په حیث د افغانستان واګي ورکول کېږي، یا به طالبان په کور کښېني.

 وایي به چې موږ د بهرنیانو په مقابل کې وجنګېدلو همدا حکومت دې مملکت وچلوي، یا به طالبان جمع حکومت ۵۰ په ۵۰ اول دوه اړخونه چې یواځې به طالبان او یا یواځې حکومت مملکت چلوي په ضمن کې د ځان سره ډېرې ستونزې لري، ۵۰ په ۵۰ چلول هم ناممکن دي د تېر ملي وحدت حکومت یې ښه بېلګه ده. اوس راځم اصلي خبرې ته، که رښتیا دنیا غواړي چې افغانستان د موجوده بحران نه وژغوري داوسني حل لپاره یې یواځنۍ لاره بېطرفه حکومت دی. 

داسې نه ده چې په دې هېواد کې ملي او با احساسه شخصیتونه نشته، زه فقط دلته د دریو کسانو نومونه اخلم، که د افغانستان داوسني بحران د حل لپاره د لاندې کسانو څخه استفاده وشي زه باوري یم چې موجوده بحران ته لار پیدا کېدی شي چې د هغوی له جملې څخه ډاکتر فاروق اعظم، عبدالستارسیرت، استاد تره کی او داسې نور... 

ما د اشخاصو دنومونو یادونه دلته په دې وکړه چې یو تعداد خلک دا استدلال کوي چې بې طرفه او ملي څېرې څوک دي.

 ما په خپله د ډاکتر صاحب فاروق اعظم څخه د سولې او اوسني بحران د حل مېکانیزم او طرحه لیدلې ده.

 په آخر کې دا وایم ما چې څه لیکلي دي، زه د خدای تعالی د امر او خپل افغاني مسئولیت مطابق مې  هغه ترخه حقیقتونه بیان کړي دي ترڅو دې زخمي وطن ته دحل لارې پیدا کړو