د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي د تدابیرو په اړه غونډه جوړه شوه

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف نن ماسپښین د ویډیو کنفرانس له لارې د هرات، نیمروز، سمنګان، بلخ، کاپیسا او کابل والیانو سره په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي پر تدابیرو خبرې وکړې.

په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شو، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار، د عامې روغتیا وزیر او یو شمیر اړوندو حکومتي مقاماتو حضور درلود.

په پیل کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، تر پنجشنبې پورې نږدې ۱۱ زره افغان مهاجر له ایرانه خپل هیواد ته راستانه شوي او د هیواد په بېلابېلو برخو کې خپلو مېنو ته ځي.

هغه وویل، خلکو ته دې د کرونا ویروس د ګواښونو په اړه عامه پوهاوی زیات شي او په هرات ولایت کې دې پر طبي خدمتونو او تجهیزاتو لا زیات تمرکز وشي.

هرات والي د امنیتي او دفاعي ارګانونو او عامې روغتیا وزارت د همکاریو مننه وکړه وې ویل، د اړوندو ارګانونو په همکارۍ دې یوه کړنلاره جوړه او هڅه دې وشي چې د خلکو د راټولېدو مخنیوي وشي.

وروسته د نیمروز والي سیدولي سلطان په دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د لازمو تدابیرو په ترسره کېدو ټینګار وکړ، وې ویل، په دې ولایت کې د عامه پوهاي پروسه دوام لري او تراوسه پکې کومه واقعه نه ده ثبت شوې.

ورپسې د سمنګانو والي عبداللطیف ابراهیمي وویل، د کرونا ویروس خپرېدو د مخینوي په موخه مو له بېلابېلو اقشارو سره متعددې غونډې جوړې کړي او هغه درې تنه چې له ایرانه هیواد ته راستانه شوي وو، د دې ولایت په روغتون کې قرنطین دي.

هغه زیاته کړه، په دې ولایت کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو بسترولو ته د درملو او مشخص مکان په ګډون یوې مشخصې ودانې ته اړتیا ده.

همداراز د بلخ والي اسحاق رهګذر په خپلو خبرو کې وویل، په دې ولایت کې تراوسه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده او د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو زیانمنېدو ته په پام د نوروز جشن لغوه او باید وقایوي تدابیر ونیول شي.

بلخ والي زیاته کړه، د اردو ۲۰۰ بستریز روغتون زموږ په واک کې دی او خصوصي روغتونونو هم د چمتووالي اعلان کړی دی. نوموړي د ۵ زره محافظتي جامو په واک کې ورکولو، د کرونا د تشخیص او مخنیوي لابراتوار د ایجاد او د نوروز په مراسمو کې یاد ولایت ته د مېلمنو د ورتګ د مخینوي په اړه خپل وړاندیزونه بیان کړل.

د کاپیسا والي عبداللطیف مراد په خپلو خبرو کې وویل، په دغه ولایت کې یوه مثبت واقعه ثبت شوی ده او موږ د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر اضطراري کمېټه جوړه کړې او د عامه پوهاوي بهیر جریان لري.

په دغه ویډیو کنفرانس کې کابل والي محمدیعقوب حیدري په خپلو خبرو کې وویل، په کابل کې د کرونا ویروس هیڅ راز مثبته واقعه نه ده ثبت شوې. هغه زیاته کړه، د علماو له لورې عامه پوهاوی شوی او رسنۍ باید د عامه پوهاوي په برخه کې زیات رول ولوبوي.

د دغه ویډیو کنفرانس په بله برخه کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل، په هرات ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د معینې په رهبرۍ شپږ نفري ټیم، د هرات ښار په ۱۵ کیلو مترۍ کې د کرونا ویروس د تشخیص مرکز ایجاد کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، هرات ولایت ته تجهیزات استول شوي او روغتیايي پرسونل ته لارښود هم ترتیب شوی دی. هغه وویل، عامه پوهاوی دې زیات او د خلکو د راټولېدو مخنیوی دې وشي.

په دغه ویډیو کنفرانس کې ټینګار وشو چې د ودونو، کوژدو او نورو مراسمو په ګډون دې د ټولو هغو مراسمو چې خلک پکې زیات راټولېږي او د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ په کې موجود دی، د ویروس د ګواښ تر دفع کولو پورې، جداً مخنیوی وشي.

همدا راز د ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس محمداسماعیل میاخېل په خپلو خبرو کې وویل، ملي تلویزیون یو ساعته ځانګړې برنامه، لنډ تصویري کلیپونه او په ټولیزو شبکو کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی او د هرات ملي تلویزیون هره ورځ په دې اړه یو ساعته برنامه نشروي.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته په عامه پوهاوي زیات ټینګار وکړ وې ویل، د رسنیو، علمای کرامو او د چارو د پوهانو له لورې دې د عامه پوهاوي لازم او هر اړخیز اقدامات ترسره شي.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس په برخه کې وقایه مهمه ده، د دې اوونۍ تر پایه به متعددې غونډې ولرو او پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د درملو او تجهیزاتو په برابرولو به زیات بحثونه وشي.

جمهوررئیس غني د جمهوررئیس ستر سلاکار او د جمهوري ریاست د ستراتيژیکو او عامه اړیکو ادارې لوی رئیس وحید عمر ته لارښوونه وکړه چې د رسنیو له مسوولینو سره غونډه وکړي او د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او حفظ الصحې د عامه پوهاوي په اړه دې سرتاسري کمپاین ترسره کړي.

جمهوررئیس غني وویل، د ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو لپاره دې تدابیر ونیول شي او طبعاً د نظافت مراعتولو لپاره دیني لارښوونې موجودې دي چې باید پاملرنه ورته وشي.

هغه زیاته کړه ټولې راډیوګانې باید په عام فهمه ډول د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي برنامې نشر کړي، علما او د چارو پوهان دې د راډیویي او تلویزیوني پروګرامونو له لارې خلک د کرونا ویروس له خطرونو څخه اګاه کړي.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د اړتیا مطابق روغتیایي بستو یا کېټونو څخه دې استفاده وشي وویل، موږ هڅه کوو چې دغه کېټونه زیات او ملي امنیت شورا داسې کړنلاره ترتیب کړي چې امنیتي ارګانونه په دې برخه کې زیاته همکاري وکړي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، ټول ولایتونه موږ ته ارزښت لري، خو هرات ولایت چې د زیانمنېدو کچه یې زیاته ده، باید د توجه وړ وګرځي.