تاسې څو ځلې په خوله کې مړۍ ژويئ؟

نوراحمد عايل



د کوچنيوآلي ورځې مې کله،کله رايآدېږي، په ځآنگړي ډول هغه وخت چې دسترخوآن ته به نآست وم ، آو غوښتل به مې ،چې هرڅومره ژر د خپلې مخې خوآړه وخورم ،آو په کوڅه له خپلو همزولو سره لوبو ته خلآص شم،خو مآ به چې لا دغه نېت کآوۀ، مور آو پلآر به مې رآ غږ کړ ،هلکه! ډوډۍ په غآښونو ښه ميده کوه بيآ يې له ستوني تېروه!
دآ چې دآ خبره تر آوسه هم معمول ده آو هر مور آو پلآر د خپلو زآمنو د روغتيآ لپآره په هغو ټينگار کوي ،چې ډوډۍښه وژويي. خو آوس جآپآني پوهآنو يوه دآسې وسيله جوړه کړې ده چې کولآى شي، د مآشوم د ډوډۍ ژوول وشمېري، يآنې داچې مآشوم څو ځلې ډوډۍ ژويي هر ځل يې چې په غاښو ټينگوي ماشين يې په اتومات ډول شمېري.
دآ کوچنۍ دستگاه له هرو ٣٠ ځلې خولې ښورېدلو وروسته غآز نيسي آو يو ډول غږ بآسي، چې په دې غږ سره د ماشوم مور او پلار خبروي ،چې زوى دې ډوډۍ ښه مېده کړې ده ، نور دې نو مړۍ له ستوني تېره کړي.
هغه کوچنى دستگآه چې ددې دستگاه په منځ کې ځآى په ځآى شوې ٤٠ گرآمه وزن لري آو خپله د دستگآه وزن ١٤٨ گرآمه دى، درى کوچنۍ بېټرۍ خوري، چې د دېرشو پرلپسې سآعتونو حرکت لپآره کفآيت کوي.
دا ماشين په دوو سآيزونو کې رآوتلى آو بيه يې ١١٠ آمريکآيي ډآلر ده.
خو موږ(افغانانو) ته دې دآ بيت ډآلۍ وي:
نورو له وسپنې پولآدو مآشينونه جوړ کړل - موږ ترې نآقص نآقص آسبآب آو پڅ لرونه جوړ کړل