له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو بهير پيل شو 

روهي (درې نۍ/۲۰ د کب)، قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې؛ د افغان حکومت، امريکا او ناټو د ګډې اعلاميې  پر اساس له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير پيل شوی. 

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سني لګېټ ويلي دي چې په ۱۳۵ ورځو کې به افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر اته زره شپږ سوه پوځيانو ته ورسيږي. 

نوموړي په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې د افغان حکومت، ناټو او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ د ګډې اعلاميې پر اساس يو شمېر امريکايي پوځيان له افغانستانه خو امريکا به افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګې او القاعده پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي. 

د پوځي مسايلو يو شمېر افغان شنونکي وايي چې له هېواده د امريکايي ځواکونو وتل پر امنيتي وضعيت هېڅ منفي اغېز نه لري، ځکه چې د امريکايانو په شتون کې هم طالبانو او امريکا داسې هوکړه سره کړې ده چې پر يو او بل بريدونه نه تر سره کوي.