د ۱۳۹۸ لمريز کال د تلې مياشتې شپږمې نيټې په ولسمشريزو ټاکنو کې، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټيم بریا؛ په حيقيت کې د ولسواکۍ يا جمهوريت بريا؛ افغان ولسمشر محمد اشرف، لومړي مرستيال ښاغلي امرالله صالح، دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش او په لويه کې، ټول افغان ولس ته وړاندې کوو.
په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ ولسواک نظام کولی شي چې د افغانستان تېر ۴۰ ناورين ته پای پيدا کړی، خو د يو ناورين په پای د بيل ناورين پيل نه د افغان ولس او نه هم د سيمه په ګټه ده. د تېر حکومت د اجرائيه رئيس ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا د ټول شمول په نوم د موازي حکومت اعلان، افغانستان د تجزيې او بحران لور ته بوځي.
هيله مند يو چې نوموړی د هېواد شته اساسي قانون په چوکاټ کې سیاسي مبارزه او سيالي وکړي او په هېواد کې د قدرت جزيرو او موازي حکومتونو له طرحې لاس په سر شي.
په اخير کې د روهي رسنيز مرکز د خبري او تخنيکي ټيم په استازيتوب، په افغانستان کې د يوې تل پاتې سولې او اسلامي نظام هيله کوو.
په درنښت
دوکتور نېک محمد ويال، د روهي رسنيز مرکز مشر
وروستي