خــزان راغلى ونې شنې زيړې نالې نيولي
شونډې چاودلي زموږ زړونه دي ګيلې نيولي
که يې هر څو غلي کوو له خولو مو کريږې خيږي
اشنا زمــــــــــوږه همتونه حـــــــــوصلې نيولـــــي
يوازې يار ورته په سترګو سلام کړى تللى
له پښتنې حيا يې ښکلې مخ خولې نيولي
خړو جامو خړو کورو کې مو غرور نغښتى
پښتني ننګ زموږه غرونه او شيلې نيولي
پرده نيولى چې زموږ له مخې تېر شي جانان
موږ ورته غـــاړې د ګودر او د ويالې نيولي
زموږ د فطرت لاندې د هر غم کړنګونه پراته
د شاعـــــر ژوند لارې مو واړه زلزلې نيولي
مومند محمدي اڅړ
وروستي