څلوریځي

څلوريځه
څومره ښه خوند کړي دمور خبره
خــــوږه خــــــوږه ده لکه شکره
خاص هغه وخت چي مورراته وایي
دسترګـــــــو تـــــوره دزړګي سره
څلوریځه
کړه ئی پر شونډو ژبه راتېره
لــــــه مائی دغه دنیا کړه هېره
اوس زه ددې یم او دا زمـــا ده
زړوکي مو نشته له هیچا وېره
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.zabul@yahoo.com