ياره چې د زلفـو دام کـــــې ګير نه يې
ته لا په ميئنو کـــې د شـــــمير نه يې
دومره رانه هـير شه چې راياد دې کړم
دومره راته ياد دي چې مې هير نه يې
سره يې خو اميل د غاړې جوړ نه شوې
ځکــــه چـــې د سرو لمبو نه تير نه يې
چــــرته يـــــې د يار د نــــظر غــــشيه
وتــــی مــې د زړه نه تيروبيـــــر نه يې
ټکي د پښــتون کـــې دې زير نشته نو
ځکــــه خو پښــــــتونه چاته زير نه يې
دا ځل به دې ګــــوخ اسمان ته ورسي
دا ځلـــــه زړګـــــيه د کوشـــــــــير نه
تل دی عنـــــدلیب تلـــــي د سرو سره
درده که ســـم ډیر يی خو ګنډیر نه يی
وروستي