بابا په چورنګۍ کې


بابا په چورنګۍ کې......................عندليب دير تالاش
جګ جګ ويښتان . شليدلې سپينه ټوپۍ .د پلاسټک زاړه چپل .بې تڼو ګريوان . د دوړو ډکه ږيره .په يو لاس کې بيلچه . په بل لاس کې کرنډۍ او د نسوارو پوڼۍ..د سړک په غاړه په داسې حالت کې ناست دی چې د موټرو د سلينسرو نه وتونکي تور لوګي يي نيغ سپيږمو ته ننوځي .او د نامعلوم ګاک په انتظار د څلور لارې سړکونه څاري.چې کله کوم موټر ودريږی نو بابا ورمنډه کړي خو دده نه بې شميره ځوانان وړاندې د موټر خواته ور رسيدلي وی.نو مايوسه خپل ځاي له راشی او کښيني.
دا تماشه مې دا حساس او نازک مزاج هره ورځ د عربو په مشهور چوک [شميسي]کې ګوري.او بيا دا تماشه هله لږه نوره هم دردوونکې شي چې يو تورپوستی افريقن په موټر کې راشي او د چوک په مينځ کې هسې په بريک زور کړي دا سپين ږيري او ځوانان چې پرې څنګ راټوليږي نو هغه ترې موټر تيز وځغلوي په دوی کې څه پښتانه راوغورزيږي او څه ورته د شا نه تيزې تيزې کنځلې وکړي.او بيا خپلو ځايونو ته لاړ شي او تر مازيګره د مزدورۍ دغه ستړی انتظار کوي.
های های های های پښتنو وروڼو ...................
چا راته ويل د پښتنو په خاوره د زمرودو او ملغلرو کانونه راڅرګند شوي دي..................چا راته ويل په پښتونخوا کې بجلۍ[بريښنا]پيدا کيږي ............چا راته ويل په کرک کې د غاز[ګيس]کويان کنستلی شوي دي..............چا راته ويل په پښتونخوا کې ګڼې ګڼې او ګورې ځنګلې دي........چا راته ويل چې د بورې[چينو]د نړۍ لويه کارخانه په پښتونخوا کې ده............چا راته ويل اباسين زمونږ دی...چا راته ويل هلته تماکو او ګني ډير کيږي..........چا راته وييل د پيښور په صدر کې نوې نورې او دنګې پلازې جوړې شوي دي.او نوې نوې او ناشنا ناشنا موټرې اوړي راوړي............او رښتيا چا راته ويل په پښتونخوا کې پښتنو قام پرستو کرسۍ[چوکۍ]ګټلي دي.............
خو دې ميرمن چپي زړه مې ددغه بوډا پښتون سپين ږيري د تندي په کوتونو کې د غلامۍ غلامۍ غلامۍ غلامۍ غلامۍ خوله ليدلې ده اوس د چا څه کړې د هيچا خبره ناوری.......
لالا پام دې دی [د بابا بچوړي څومره ارزان شوي دي؟]
د بابا جی سپينو ډکو ته مې روغ اباسين لوګی شه