
له هغې ورځې ، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پښتو ژبې د ودې او بډاينې په موخه د ژباړې غورځنګ لپاره هلې ځلې پيل کړي ، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې فرهنګپاله هېوادوالو له د غو هلو ځلو څخه خپل پراخ ملاتړ ښودلی او موږته يې په دې برخه کې له خپل مادي، علمي او معنوي ملاتړ څخه ډاډ راکړی دی . د افغان کلتوري ټولنو جرګې ته د دوی له خوا ډېرې نېکې ، پر ځای او علمي مشورې د عمل په ډګر کې له هېواد څخه بهر زموږيو شمېر فرهنګپاله او هېوادوالو ژمنه وکړه ، چې هر يو به د يو ژباړل شوي اثر د چاپ لګښت پر غاړه اخلي . د دغو هېوادوالو نومونه په لاندې توګه دي : استاد رحمان الدين سراجي، ډاكتر صاحب گل احمد تره كى، حاجي صاحب غلام سخي خان ، ددوی د لوړ احساس ژور درناوی . په درنښت د افغان کلتوري ټولنو جرګه