د چين روغتونونه د کرونا ويروس ناروغانو ته انتظار باسي 

روهي (دوه نۍ/۱۲ د کب)، چين کې د کرونا ويروس د خپرېدو ورروسته دغه هېواد يو زر ستريز روغتون نېږدې په لسو کې جوړ کړ او همدا ډول يې ځيني نور پخواني جوړ شوي روغتونونه د کرونا ويروس د ناروغانو درملنې ته ځانګړې کړي دي. 

د چين په ووهان  ايالت Qiaokou  سيمه کې دغه روغتون په لنډمهاله ډول د کرونا ويروس ناروغانو ته ځانګړی شوی دی. دغه روغتون کې اوس مهال تر ۷۶ ناروغان بستر دي او ۳۴ نور ترې تېره ورځ رخصت شول. 

د دا چين په ووهان ايالت کې د ۱۶ هغه  رغتونونو له ډلې دی، چې يوازې د کرونا پر ويروس د اخته کسانو درملنه په کې کيږي. 

دغه روغتون تېره مياشت هغه وخت د کرونا ويروس ناروغانو ته ځانګړی شو چې په ووهان  ايالت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر لوړ شو. په لومړي ځل دغه روغتون کې تر ۳۳۰ کسان بستر شول. 

جیانګ هان بيا په ووهان کې تر ټول ستر روغتون دی چې له زرو ډېر په دغه ويروس ککړ ناروغان په کې درملنه کيږي او ۱۴ وروسته رخصت کيږي.